ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان کروندګرو د کوکنارو پرځای د پنبې کرلو ته مخه کړې ده

د جوزجان کروندګرو د کوکنارو پرځای د پنبې کرلو ته مخه کړې ده

author avatar
30 Nov 2022 - 16:03
د جوزجان کروندګرو د کوکنارو پرځای د پنبې کرلو ته مخه کړې ده
author avatar
30 Nov 2022 - 16:03

جوزجان (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ د تېر کال په پرتله د پنبې کرنه پنځه برابره ډېره شوې ده.

د جوزجان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس قاري عبادالله انصار وايي، د دغه ولایت کروندګرو په ۱۴۰۰ کال کې پر ۹۶۳ هکتاره ځمکه پنبه کرلې وه چې دغه کچه په ۱۴۰۱ کال کې ۵۶۰۰ هکتار ځمکې ته رسېدلې ده.

نوموړي وویل، دغه کچه ښيي چې سږ د تېر کال په پرتله د پنبې کښت پنځه برابره ډېر شوی دی.

سرچینې څرګنده کړه، کروندګر په یاد ولایت کې د پنبې له کرلو راضي دي.

انصار زياتوي، د کرنې د ودې په موخه به په یاد ولايت کې عصري لارې چارې دود کړي څو کروندګر تر ډېره د اجازه لرونکو نباتي اقلامو په کرلو سره ښه عايد ترلاسه کړي.

د هغه په ​​وينا، د جوزجان ولايت اوسېدونکي تر ډېره پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او اسلامي امارت په پام کې لري چې د کرنې په برخه کې د بنسټيزو او پرمختيايي پروژو په پلې کولو سره د شمال ګدام بيا فعال کړي.

د جوزجان ولايت يو شمېر کروندګر وايي چې په حلالو کښتونو سره د خپلو کورنيو اقتصادي چاري پر مخ وړي او د کوکنارو د کرلو چې د یوه هېواد د خلکو روغتیا له منځه وړي، مخه یې نېولې ده.

یو کروندګر غلام نبي وايي، که څه هم پرله‌پسې وچکالۍ او د کرنيزو اوبو نشتوالى یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي، خو بیا یې هم په لېوالتیا سره حلالو کښتونو ته مخه کړې او له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي چارې پر مخ وړي.

هغه زیاتوي: «په تېرو کلونو کې مې څو ځله کوکنار وکرل، خو له بدبختۍ پرته مې بل څه ترلاسه نه کړل او یو ځل مې غنم هم وکرل، د تېر کال په پرتله ښه وو، خو د پرله‌پسې وچکالیو له امله د غنمو حاصلات کم شول. اوس مې وغوښتل چې د خدای په هیله پنبه وکرم چې ډېر حاصل یې ورکړی او زه هم ډېر خوشحاله یم.»

له بلې خوا، د یاد ولايت يو بل کروندګر عزت‌الله په دې باور دی چې د پنبې کرل د ښه عايد ترڅنګ د بېوزلو کورنيو لپاره د کار زمينه هم برابروي، څو په کروندو کې په کار کولو سره خپل ورځني لګښتونه پوره کړي.

هغه زياته کړه: «له سهاره تر ماښامه په هغه ځمکه کې چې پنبه مې پرې کرلې، بوخت وم او مېرمن او زوى مې هم مرسته را سره کوي، ډېر خوښ يم چې ښه حاصلات یې ورکړي او له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله روزي برابروم.»

هغه د جوزجان ولایت د کرنې له ریاسته غواړي چې د کروندګرو ملاتړ او مرسته وکړي څو خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي.

Visits: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.