Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخیزې لوبلړۍ خپله درېیمه لوبه نن د پاکستان له لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۵ کال د شلاوریز اسیا جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې شلکسیز نوملړ اعلان کړی دی.
بلخ ولایت کې د کرکټ انټرکلب سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د ۱۲ لوبډلو په ګډون د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پیل شوې وې، د «داوود غني» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو ۵۰ اوریز نړۍوال جام لپاره د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو لوبډلو نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې اګسټ میاشتې په شلمه خوست ولایت کې د زونونو په کچه د پنځو لوبډلو په ګډون اتم پړاو د کرکټ لېسټ اې سیالۍ پیلېږي.
د امو نهنګان لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو پایلوبه کې مس عینک اتلانو لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو پایلوبه نن د مس عینک او امو نهګانو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د کرکټ اسیایي شورا د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام شلاوریزو سیالیو مهالوېش او د لوبډلو ګروپونه اعلان کړل؛ د دغه مهالوېش له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له هانګکانګ، بنګلهدېش او سریلانکا سره په یوه ګروپ کې سیالي کوي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلو ترمنځ درېاړخیزو شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ په اړه خبرې وروستۍ شوې او ټاکل شوې یادې لوبې له اسیا جام مخکې ترسره شي.
د غزني د کرکټ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کرکټ ۲۴ کلبونو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال انټرکلب ۵۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ نن د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP