Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د غزې ښار د بشپړ نیولو په اړه د اسرائیلو طرحې ته غبرګونونه ښودلي، دغه پرېکړه یې غلطه بللې او له اسراییلو یې غوښتي چې له دا ډول اقداماتو ډډه وکړي.
د راپورونو له مخې، اسرائیل د غزې ښار د کنټرول لپاره یوه طرحه تصویب کړې ده خو د اسرائیل د اپوزیسیون مشر ویلي چې د غزې نیول «یوه داسې فاجعه ده چې نورې فاجعې به وزیږوي.»
د امریکا جمهوريغوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام ویلي، په سنا کې هیڅ داسې لېوالتیا چې وښيي امریکا دې په هر ډول چې وي د غزې کنټرول ترلاسه کړي، نشته.
د فاریاب د مرکز میمنې ښار یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له خوا د طبي کثافاتو له ناسم مدیریته شکایت لري او دا چاره چاپېریال او عمومي روغتیا ته جدي ګواښ بولي، خو مسوولین وایي چې دا ستونزه ۷۰ سلنه کنټرول شوې ده.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې هېواد کې د ډالرو بیې له لوړوالي سره ډېر ژر د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي، خو له ښکته کېدو سره يې بیا د خوراکي توکو نرخونه نه ټيټېږي.
د افغانستان د ټولو ګمرکونو د لا ښه کنټرول او څارنې په موخه د یوې ځانګړې او په پرمختللو وسایلو سمبال کنټرول خونې جوړولو چارې د ۱۷،۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د غزني د سیندیزې فرعي حوزې مسؤولین وايي، په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې یې د شلو لویو چکډیمونو جوړولو چارې پیل کړې دي.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو له لوړالي شکایت کوي او وايي چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت په ټیټېدو سره هم د لومړنیو توکو بیو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
د بغلان اوسېدونکي وايي، په هېواد کې د ډالرو بیې له لوړوالي سره ډېر ژر د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي، خو له ښکته کېدو سره يې بیا د خوراکي توکو نرخونه نه ټيټېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP