ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
جلالاباد ( پژواک، ۳ وږی ۱۵۰۲): د ننګرهار کې امنیتی مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ شل کلنه دښمني پای ته ورسېده او دواړو لورو يو بل ته د دوستۍ غېږې ورکړې.
د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مارجې کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
زابل په مرکز کې نن له ۱۷۶۵ او پکتیا په لجه منګل ولسوالۍ کې له ۲۳۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
ننګرهار کې مسوولین وايي، د دغه ولایت خوږياڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه شوې چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
د اروزګان امنیه قوماندان وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ وسلهواله شخړه کې اووه کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او ځايي مسوولينو په منځګړیتوب د ۳۸ کلونو يوه دښمني پر دوستي بدله شوه.
د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني چې دواړو خواوو ته د شپږو کسانو وژل کېدو لامل شوې وه، پای ته ورسېده او روغه یې وکړه.
جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دېرش کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه، د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د قومي منځګړیتوب له لارې د دوو کورنیو ترمنځ له ۶۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.
د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۵ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن