منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۳ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې ۱۴ کسان ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۴ کتنې

جلال‌اباد ( پژواک، ۳ وږی ۱۵۰۲): د ننګرهار کې امنیتی مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.

مسوولين وايي، دغو کورنيو د ولسي تړون د يوې پروژې پر سر لانجه کړې ده.

د‌ ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د وږي په ۳مه پژواک اژانس ته وويل، پرون مازيګر د مومندرې ولسوالۍ غزګي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوې رغنيزې پروژې پر سر لانجه شوې ده.

دی وايي، په دغه شخړه کې له يوه اړخه ۹ کسان او له بل لوري ۵ کسان ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان د درملنې په موخه لومړی ځايي روغتون او بيا د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

يوه ځايي اوسېدونکي محمدقسيم هم پژواک ته تاييد ‌کړه چې دغه شخړه پرون مازيګر شوې وه چې د سيمې خلکو او امنيتي کسانو لخوا شخړه مهار شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه