ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه

خوست کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه

author avatar
17 Aug 2023 - 16:49
خوست کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه
author avatar
17 Aug 2023 - 16:49

خوست ښار (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ شل کلنه دښمني پای ته ورسېده او دواړو لورو يو بل ته د دوستۍ غېږې ورکړې.

د تريزيو علېشېرو ولسوالۍ اړوند بلاوټ کلي کې د حاجي عبدالمنان او حاجي شاولي خان کورنيو ترمنځ ياده شل کلنه شخړه د خوست ولايتي ادارې او قومي مشرانو په منځکړتوب هواره شوه.

د معلوماتو له مخې، شل کاله مخکې د يادو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي شخړې په پايله کې يو کس وژل شوی و چې له امله یې يادو کورنيو د کلونو لپاره دښمني وکړه.

د خوست مرستيال والي مولوي محبوب‌شاه قانت د يادې شخړې هواري په موخه نیول شوو مراسمو کې خوښي څرګنده کړه چې د دوی په هڅو يادې دښمنۍ پای وموند.

مولوي قانت په خپلو خبرو کې وويل، د ولايتي ادارې هڅه دا ده چې د قومونو او خېلونو ترمنځ ستونزې، خپګانونه او شخړې هوارې کړي؛ ترمنځ يې د دوستۍ او ورورۍ فضا جوړه کړي.

هغه زياته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره په دغه ولايت کې تر دې دمه د ولايتي ادارې له لوري لسګونه دا ډول پخلاینې شوې دي.

هغه وويل: «په دې برخه کې به تر هغه د دیني عالمانو او قومي مخورو په ملتیا په جدیت کار روان وي څو ټولې ستونزې او شخړې په سوله‌ییزه فضاء کې حل او فصل شي.»

مرستيال والي دغه راز له قومي مشرانو او دیني عالمانو هم وغوښتل چې په خپلو کې یووالی وساتي او له یو بل سره د ورورۍ او مینې په فضا کې ژوند وکړي.

ورته مهال، حاجي عبدالمنان له ولايتي ادارې او قومي مشرانو مننه وکړه چې د دوی ترمنځ يې اوږده شخړه حل کړه.

هغه په خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې له کلونو وروسته يې يو بل ته د دوستۍ غېږې ورکړې او دښمني يې هواره شوه.

دغه راز حاجي شاه‌ولي خان وويل: «کومه پرېکړه چې موږ ته د ولايتي ادارې او قومي مشرانو له خوا واورول شوه، موږ يې ملاتړ کوو او ژمنه کوو چې له شوې پرېکړې به هیڅ سړغړونه نه کوو. په تېرو شلو کلونو کې موږ باندې ډېر تکليفونه تېر شول او له ډول ډول ستونزو او کړاوونو سره مخ شوو.»

دوی دغه راز د دغه ولايت له نورو اوسېدونکو او کورنيو غوښتنه وکړه چې د ارام ژوند تېرولو لپاره دې يو بل وزغمي او په نه خبره دې له يو بل سره لانجې او دعوې نه کوي.

دغه راز د سيمې يوه مولوي عبدالستار وويل، دا مهال ټولې شخړې او ستونزې د اسلام تر چتر لاندې د خبرو له لارې په سوله‌ييز ډول حل کېږي.

نوموړي له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت په نورو سيمو کې هم د کورنيو او قومونو ترمنځ ورته نورې شخړې او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

هغه وويل: «وخت ناوخت موږ وينو چې په خوست کې د قومونو او کورنيو ترمنځ پر ځمکو، دښتو او نورو مسايلو باندې شخړې رامنځته کېږي چې په ترڅ کې یې ګڼو ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ د دې ډول ستونزو مخنيوي لپاره بايد حکومت جدي کار وکړي.»

څه موده مخکې د خوست د عدليې رييس مولوي لاهورخان وفادار پژواک اژانس ته په ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې په دغه ولايت کې يوازې د قومونو ترمنځ د ځمکو، غرونو، دښتو او څرځايونو پر سر له ۲۰۰ ډېرې لانجې او شخړې موجودې دي.

Visits: 3218

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.