Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کونړ کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ داخلي بېځایه شوو او تازه راستنو شوو کورنیو ته کورونه جوړ شوي دي.
د هېواد دملي سوداګر او د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي لخوا د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات زلزله ځپلو لپاره جوړ شوی ښارګوټی پرانیستل شو.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته د ښارګوټي په بڼه د ۳۶ نورو کورونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د میدانوردګو په جلرېز ولسوالۍ کې ۷۶ سېلابځپلو کورنیو ته کورونه جوړ او ور وسپارل شول.
ځایي مسوولین وایي چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو خلکو لپاره د ۶۵۰ کورنو جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني په ناوې ولسوالۍ د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز او د یتیمانو لپاره ۲۳ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستو په لړ کې د افغانستان د صرافانو شورا د ۵۰ کورونو جوړولو او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام زلزلهځپلو ته د خوړو چمتو کولو په موخه د څو سیمهییزو پخلنځیو جوړولو خبر ورکړی دی.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په بالابلوک او فراهرود ولسوالیو کې د یو میلیون او ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څه باندې دوهنیم زره هغو کورونو بیارغولو چارې پيل شوې چې په تېرو جګړو کې تخریب یا ویجاړ شوي دي.
د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې د دغه ښار پرمختیا ادارې له خوا د یو شمېر افغانانو کورونه نړول شوي دي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، د دغه ولايت سپينغر ولسوالۍ کې د جګړو له امله ړنګ شوي ۳۷۵ کورونه بیارغول کېږي.
نورستان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ د یوه کلي ۱۳ کورونه چې یو تاریخي کور هم په کې شامل دی، سوځېدلي دي.
د پکتیا مسوولین وايي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له خوا د ۳۹ میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت، ۲۶۵ زلزلهځپلو کورنیو ته نوي کورونه جوړ او ۱۸۴ ته کورونه ترمیم شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP