د کابل ځینې ښاریان، پیل شوي تصفیوي عملیات د امنیت د ټینګښت لپاره ښه ګام بولي او د امنیتي ځواکونو له چلنده خوښ دي، خو ځینې بیا له دې چارې خوښ نه دي، وایي له مشکوکو کورونو پرته نور باید تلاشي نه شي.