Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالي د جګړو له امله تړل شوي دوه ښوونځي بېرته د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شول.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د وګړو شمېر څه باندې یو میلیون کسانو ته رسېږي، خو د وزارت له لوري ورته د شاوخوا نیم میلیون کسانو لپاره امکانات ورکول کېږي.
د کونړ د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امریت له لوري دغه ولایت کې ۱۷۰۰ نظامیانو ته د ادارې او مدیریت برخو کې درې کلنې زدهکړې ورکول کېږي.
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ د کرونګ سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، په سیمه کې یې هیڅ ډول روغتیایي اسانتیاوې نشته او له حکومته غوښتنه کوي چې روغتیایي مرکزونه ورته جوړ کړي.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په بارکنډۍ سیمه کې د جنازې مراسمو پر مهال پر خلکو دېوال چپه شوی چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
سیمهییز مسوولین وايي، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د سیلاب راوتو، د خونې چت لوېدو او غر ښویېدو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د کونړ عامې روغتیا ریاست وایي، دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر پنځه برابره کم شوی او د دې ناروغۍ له امله د مړینې کچه شاوخوا درې برابره ټيټه شوې ده.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي، تېره شپه یې په څوکۍ ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې دوه غړي وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او شپږ نور ټپیان دي.
کونړ کې ځايي مسوولین او خلک وايي چې دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی خو هلته د هغوی لپاره هیڅ ډول اسانتیا نشته چې حکومت او سوداګر باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست وایي، دغه ولایت کې د نريرنځ پر ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د یادې ناروغۍ له امله د مړینې کچه ۵۰ سلنه ټيټه شوې ده.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مروره ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن