Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي له ایرانه هېواد ته له راستانه شوو افغان کډوالو سره د خپل خیریه بنسټ له لارې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولین وايي، په تېره یوه میاشت کې له راستنو شوو کډوالو سره د مرستو برخه کې شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ لګول شوې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP) له ایرانه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د سرچینو د محدودیت له امله یوازې یو شمېر اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسولای شي.
د هرات د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اسلامکلا بندر کې راستنو شوو کډوالو ته د مخابراتي شرکتونو له لوري هره ورځ شاوخوا ۷۵۰۰ سیمکارتونه په وړیا ډول وېشل کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی او باید د کارموندنې په موخه د راستنو شوو له مهارتونو او زدهکړو ګټه پورته شي.
په سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې داخلي بېځایه شوو کورنیو او راستنو شوو کډوالو ته د څه باندې ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
راستنېدونکو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې په نوبتي غونډه کې د نږدې دوو زرو راستنو شوو کډوالو نوملړ د کارموندنې په موخه امارتي ادارو ته وسپارل شو.
د هېواد د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست چې د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات اسلامکلا بندر ته تللی وايي، راستانه شوي کډوال به پرته له هيڅ ځنډه خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي.
هرات کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو وضعیت ته د اغېزناکې رسېدنې په موخه د دولتي بنسټونو او خصوصي سکټور د استازو په ګډون بېړنۍ کمېټه جوړه شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی چې څه باندې څلور زره نومرې به ولري، جوړېږي.
د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي چې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته یې په تورخم کې مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړې دي او تر اوسه شاوخوا ۴۳ زره وړیا سیمکارټونه وېشل شوي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو له راستنېدو سره هممهاله په دغه ښار کې د کورونو کرایې دوه برابره لوړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP