د «چهارمغز» ګرځنده کتابتون چې شاوخوا څلور کاله مخکې تاسیس شوی او د یوه ملي بس له لارې د ښوونځيو او سړکونو غاړو ماشومانو ته د درس زمینه برابروله، اوس ۱۶ ګرځنده کتابتونونو ته ارتقا کړې او هره ورځ ګڼ شمېر ماشومان له کتابونو څخه یې استفاده کوي.