د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، ټاکل شوې سږکال د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې له کرل شويو ګلابو څخه ۲۵۰ ټنه حاصلات راټول شي چې د تېر کال په پرتله ٣٠ سلنه زياتوالى ښيي.