Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په افغانستان کې د یونسکو فرهنګي برخې مسوول د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې ډېر ژر به د دغه ولایت د لرغونو ساحو د مرمتکارۍ او رغونې چارې پیل کړي.
د یونسکو سازمان تعلیمي څانګې مشر ویلي، دغه سازمان لېوال دی چې د افغانستان د لوړو زدهکړو له وزارت سره د استادانو د وړتیاوو لوړولو او نورو برخو کې همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوری سازمان (یونسکو) د هنر له نړۍوالې ورځې سره هممهاله وایي، هر څومره چې هنر وده او پراختیا ومومي نو په هماغه اندازه یوې ازادې او سولهییزې نړۍ ته لاسرسی ډېرېږي.
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان پرون ویلي چې که په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په اړه پرېکړه تغییر و نهکړي، له ښوونې د نجونو د محرومیت دوام به د یوه نسل د نابودېدو لامل شي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشر وایي، د یونسکو مرکزي دفتر سلاکار د خبریالانو بد اقتصادي وضعیت ته د پام پر جلبولو او له هغوی پر ملاتړ ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو اقتصادي ملاتړ لپاره به عدالتغوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان (یونسکو) وايي، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنورۍ ۲۴مه نېټه -چې د زدهکړو نړۍواله ورځ ده- د افغان نجونو او ښځو په نوم ځانګړې شوې ده.
کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): په کندهار کې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) له خوا د سواد زدهکړې
یونسکو د افغانستان په شلو ولایتونو کې ۲۵ زره کسانو ته د اساسي زدهکړو پروګرام پلی کوي، بلخوا بیا د افغانستان پوهنې وزارت په هېواد کې ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو او نورو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د زده کړو، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په پام کې لري چې په افغانستان کې د سواد زده کړې پروګرام بیا پیل کړي.
کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): یونسکو په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې پر شرایطو برابر نیمايي ماشومانو ښوونځیو کې نوم لیکنه
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP