د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغانستان غواړي له نړۍ سره ښه تعامل ولري او تر اوسه یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره ښه تعامل جوړ کړی. هغه ویلي، افغانستان له لرې هېوادونو او نړۍوالو سره نااعلان شوی رسمي تعامل لري خو کله – کله ځینې ستونزې د ناسمو راپورونو پر اساس رامنځته کیږي. د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي هم د مسکو فارمټ غونډې ته وویل چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د سیمې له هېوادونو سره د پراخو سیاسي اړیکو او تعامل د پیل شاهد و. هغه وايي: «اسلامي امارت هیله لري چې هېوادونه افغان سفیران ومني، څو د دوو اړخیزو ګټو په نظر کې نیولو سره موثرې ښکېلتیا ته زمینه برابره شي.» نن په دې اړه له مېلمنو سره غږېږو چې دا نااعلان شوی رسمي تعامل له چا سره دی او پر افغانستان یې اغیز څه دی؟ مېلمانه: عبدالشکور دادرس، د حقوقي چارو شنونکی مولوي حضرت بلال حنفي، د سیاسي چارو شنونکی رحمت الله حسن د چارو شنونک
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP