لیدلوري- په افغانستان کې د ترافیکي پیښو مرګ ژوبله د افغانستان د ترافیکو ریاست او د عامي روغتیا وزارت شمیرې ښيي چې په ترافيکي پېښو کې ی زرګونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پژواک ته د ترافیکو د عمومي ریاست لخوا د نویو ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې د هېواد په کچه ۱۳۱۴ ترافیکي پېښې ثبت شوې او له امله یې ۹۳۴ کسان مړه او ۲۰۲۸ نور ټپیان شوي دي. د ترافیکو ریاست د تیرو دوو کلونو شمیرو ته په کتو تېر کال په اوسط ډول هره مياشت ۲۲۱ کسانو، خو روان کال دا شمیره نوره هم لوړه شوې او ترافیکي پیښو هره مياشت په اوسط ډول ۳۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دا مرګونې لړۍ له کلونو راهیسې دغسې دوامداره روانه ده. د پژواک د لیدلوري دا بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی. د ترانسپورت وزارت پخوانی مرستیال ډاکټر اکبر جان پولاد، د شکردرې پخوانی ولسوال ګوهر خان بابر، د ترافیکو د عمومي ریاست د پلان او پالیسي مدیر عبدالودود خیرخواه او د افغانستان د ځمکني ترانسپورت د شرکتونو شورا معاون محمد نبي افغان په دې بحث کې راسره میلمانه وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP