لیدلوري- د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل هڅې ګړندۍ شوې دي. د عربو متحده اماراتو ته د سرپرست حکومت د دفاع وزیر په مشرۍ د طالب پلاوي، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان په برخه کې د امریکې د ځانګړي استازي ټام ویسټ سفرونه او ملاقاتونه د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل د موندنې هڅې بلل شوې دي. د لیدلوري د نن ورځې په دې بحث کې له مختلفو ځایونو د ولسي جرګې پخوانی مرستیال محمد نذیر احمدزی، لیکوال او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر استاد عبدالغفور لیوال، پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج او د سیاسي چارو شننوونکی واحد فقیري برخه اخیستې وه.
Views: 33
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP