منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي هڅې ګړندۍ شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۱۷ کتنې · تازه شوی

لیدلوري- د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل هڅې ګړندۍ شوې دي. د عربو متحده اماراتو ته د سرپرست حکومت د دفاع وزیر په مشرۍ د طالب پلاوي، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان په برخه کې د امریکې د ځانګړي استازي ټام ویسټ سفرونه او ملاقاتونه د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل د موندنې هڅې بلل شوې دي. د لیدلوري د نن ورځې په دې بحث کې له مختلفو ځایونو د ولسي جرګې پخوانی مرستیال محمد نذیر احمدزی، لیکوال او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر استاد عبدالغفور لیوال، پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج او د سیاسي چارو شننوونکی واحد فقیري برخه اخیستې وه.