د افغانستان مسایلو په اړه د مسکو فارمټ غونډه د سیمې د هېوادونو په ګډون د روانې اونۍ په پای کې د روسیې په کازان ښار کې جوړیږي. دا غونډه د سیمې د هېوادونو یو فارمټ دی چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې پیل شوی. د دغه فارمټ ورستۍ غونډۍ ته –چې د تېر کال په نومبر میاشت کې وه- له افغانستانه څوک نه و وربلل شوي خو دا وار په دغه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي ګډون کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زاخاروا ویلي چې په یاده غونډه کې د افغانستان په اوسني وضیعت، د افغانانو خپلمنځي خبرو، د دې هېواد پرمختیا او د سیمې هېوادونو د امنیت خوندیتوب په اړه بحث کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې د مسکو فارمټ دا ناسته د افغانستان اوسني وضیعت لپاره څومره مهمه ده او په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو پر ښکېلیتا څه اغیز لري؟
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP