د وږي نهمه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ورځې په نوم ثبت ده. دوه کاله وړاندې په دغه ورځ د امریکايي ځواکونو وروستۍ پوځي له افغانستانه ووت. امریکا د ناټو غړو هېوادونو په مشري افغانستان ته راغلې وه، ویل یې چې له ترهګرۍ او نشهيي توکو مخنیوي سره مبارزه او د بشري حقونو تأمین برخه کې مرسته کوي خو اوسني واکمنان یې شل کاله په مقابله کې ولاړ وو، هماغه و چې امریکایانو ورسره مذاکرات وکړل او دوی د دوحې له هوکړې سره سم افغانستان پرېښود او د دې هېواد حکمراني اسلامي امارت ته په لاس ورغله. اوس پوښتنه دا ده چې د افغانانو لپاره دا ورځ څومره مهمه او د امریکایانو له وتو وروسته د افغانستان وضیعت څنګه ده؟
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP