د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي: «ما ویلي و چې افغانستان کې به القاعده نه وي او طالبان به له موږ سره همکاري کوي.» هغه ویلي، ده د افغانستان په اړه کوم څه چې پخوا ویلي، اوس هماغسې روان دي؛ لکه یوه خبره یې د القاعدې ډلې په اړه کړې چې دغه ډله به افغانستان کې نه وي او د افغانستان اوسنی حکومت به ورسره مرسته کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جو بایډن دغه څرګندونې د حقیقت درک بولي، وايي: «اسلامي امارت کړنې د امریکا په ګډون د هیچا په مرسته او فرمایش نه ترسره کېږي او هيچاته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.» د افغانستان په اړه د بایډن خبرو ته افغان سیاستوالو مختلف غبرګونونه ښودلي، ځینې وايي چې سرپرست حکومت او امریکا نږدې اړیکې پالي او ادعا کوي چې طالبان د «امریکا ډله» ده. خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «که اسلامي امارت د امریکا غلام وای له تعذیراتو به لاندې نه و، په رسمیت به منل شوی و، د پرمختګ په وړاندې به یې خنډونه نه ایجادیدل.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP