Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لیدلوری: له ا.ا سره د امریکا حکومت اړیکو ته کتنه

author avatar
6 Jul 2023 - 09:54
author avatar
6 Jul 2023 - 09:54

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي: «ما ویلي و چې افغانستان کې به القاعده نه وي او طالبان به له موږ سره همکاري کوي.» هغه ویلي، ده د افغانستان په اړه کوم څه چې پخوا ویلي، اوس هماغسې روان دي؛ لکه یوه خبره یې د القاعدې ډلې په اړه کړې چې دغه ډله به افغانستان کې نه وي او د افغانستان اوسنی حکومت به ورسره مرسته کوي. ‎د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جو بایډن دغه څرګندونې د حقیقت درک بولي، وايي: «اسلامي امارت کړنې د امریکا په ګډون د هیچا په مرسته او فرمایش نه ترسره کېږي او هيچاته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.» د افغانستان په اړه د بایډن خبرو ته افغان سیاستوالو مختلف غبرګونونه ښودلي، ځینې وايي چې سرپرست حکومت او امریکا نږدې اړیکې پالي او ادعا کوي چې طالبان د «امریکا ډله» ده. خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «که اسلامي امارت د امریکا غلام وای له تعذیراتو به لاندې نه و، په رسمیت به منل شوی و، د پرمختګ په وړاندې به یې خنډونه نه ایجادیدل.»

Views: 9

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.