ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه د افغان کډوالو جبري رااېستنې پرېکړه او غبرګونونه

author avatar
10 Oct 2023 - 15:24
author avatar
10 Oct 2023 - 15:24

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې هغه افغان کډوال باید د اکټوبر میاشتې تر ۳۱مې پورې له دغه هېواده ووځي چې په غیرقانوني توګه مېشت دي، کنه په زور به له پاکستانه وشړل شي. دې پرېکړې ته د افغانستان حکومت په ګډون نړۍوالو هم سخت غبرګونونه ښودلي. د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي چې د افغانانو پر وړاندې د پاکستان دا چلن «ظلم او وحشت دی» او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلې کوي. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي بیا ویلي چې د پاکستان یاده پرېکړه د زغملو وړ نه ده او باید له سره پرې غور وکړي. اخوا ملګرو ملتونو، د بښنې نړۍوال سازمان، د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون او د کډوالو په برخه کې ځینو نورو ادارو هم ویلي چې د افغان کډوالو په زور اېستنه د نړۍوالو حقوقو خلاف عمل دی او غوښتنه کوي چې افغان کډوال دې له پاکستانه په زور نه اېستل کېږي. نن له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري راایستنې په یادې پرېکړې له مېلمنو سره بحث کوو.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.