ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ننګرهار د چمتلې ښارګوټي درې زره نومرې غصب شوې دي”

“د ننګرهار د چمتلې ښارګوټي درې زره نومرې غصب شوې دي”

author avatar
22 Feb 2016 - 15:41
“د ننګرهار د چمتلې ښارګوټي درې زره نومرې غصب شوې دي”
author avatar
22 Feb 2016 - 15:41

جلال اباد (پژواک، ۳ کب ۹۴): د ننګرهار د کډوالو چارو رييس وايي چې د چمتلې په ښارګوټي کې درې زره نومرې غصب شوې او اسناد لرونکو ته نه ورکول کېږي.

د چمتلې ښارګوټی چې د جلال اباد ښار ته نږدې سره رود ولسوالۍ ته څېرمه موقعيت لري، کلونه مخکې د يو شمېر بېځايه شوو کورنیو او بېرته راستانه شوو ګډوالو لپاره جوړ شوی دی.

د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د کب په ۳مه د خپل کلني راپور په تړاو خبري کنفرانس کې وويل چې په ياد ښارګوټي کې اته زره نومرې وېشل شوې چې پنځه زره يې خلکو ته رسېدلې دي.

هغه وايي: ((چمتلې ښارګوټي د ټولو نومرو خاوندانو ته اسناد ورسېدلي دي، خو درې زره نومرې چې خاوندان يې اسناد په لاس لري د يو شمېر زورواکو له لوري نه پرېښودل کېږي او نومرې يې هغو نيولې دي.))

نوموړي د يوې پيوښتنې په ځواب کې دا زور واکي څوک دي وويل: ((خپله د نومرو خاوندان هم دا کسان موږ ته نه راښيي او موږ چې هم کله سيمې ته ولاړ شو دا زورواکي نه وي؛ خو د نومرو خاوندان ګواښي او نه يې پرېږدي.))

د کډوالو چارو رييس وايي چې په دې تړاو د يو شمېر کسانو لېست ولايت مقام او امنيتي ادارو ته سپارلی او د نيولو هڅې يې روانې دي.

د اسدالله فريدزي په نوم د جلال اباد ښار اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې چمتلې ښارګوټي کې يې پخوا يوه نومره ځمکه پېرلې وه خو د اسنادو به مسئله کې يې د ستونزو له امله بېرته پرېښوده.

هغه وايي چې په چمتله کې ډېرې نومرې غصب شوې دي.

اخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل: ((د چمتلې په ښارګوټي کې ډېرې نومرې غصب شوې او يا په غيرقانوني ډول پلورل شوې موږ ورته ميکانيزم جوړ کړی چې راپور يې بشپړ شي د غصب د مخنيوي په اړه يې اقدام کېږي.))

هغه وايي چې دا غصب پخوا شوی دی.

د والي د وياند په وينا د ولايت مقام د غصب په مسئله کې جدي دی، تر اوسه يې لسګونه غاصبين نيولي او لسګونه جريبه ځمکې يې له غاصبينو ګرځولې دي.

بلخوا د کډوالو چارو رييس په خپل کلني راپور کې وويل چې د شينوارو بېځايه شوو لپاره يې د مرستو لړۍ روانه ده او تر اوسه يې کابو ۱۳ زره کورنيو ته مرستې رسولې دي.

د نوموړي په وينا : ((موږ بېځايه شوې کورنۍ سروې کوو او بيا مرستې ور رسوو.))

رييس همدا شان يادونه وکړه چې روان کال له پاکستان ۱۵زره افغان کورنۍ بېرته راستنې شوې او په بېلابېلو سيمو کې مېشتې شوې دي.

د نوموړي په وينا، سږ کال ورسره يو شمېر موسسو ژمنه کړې چې د پنځه زرو په شمېر راستنې شوو کورنيو ته به د سرپناه په جوړولو کې مرسته کوي.

د ځمکو غصب په هېواد کې يو له مهمو ستونزو څخه ده، پرون يوې ټولنې په کابل کې وويل، چې ١٦ زرو کسانو په ټول هېواد کې نږدې دوه ميليونه جريبه ځمکه غصب کړې ده.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.