واشنګټن (پژواک ٢٦ لړم ٩٠): د امريکا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له خوا د شپې عمليات اغېزمن وبلل، خو زياتوي، چې دغه کار د افغان حکومت له اجازې وروسته ترسره کوي.
د امريکا دفاع وزارت پنټاګان دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د تړون په اړه راغوښتل شوې دوديزې لويې جرګې ته د پرانيستونکې وينا پر مهال د شپې پر عملياتو نيوکه وکړه.
کرزي له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د شرايطو په اړه وويل، چې په هېواد کې د امريکا او ناټو له خوا د خلکو د کورونو پلټنې، د شپې عمليات او د افغانستان له ادارو سره د موازي ادارو د کار دوام نه مني.
د ولسمشر له دغو څرګندونو څو ساعته وروسته د امريکا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له خوا ترسره کېدونکي عمليات اغېزمن وبلل.
د دفاع وزارت وياند جورج ليټل په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دغه عمليات له افغان ځواکونو سره په ګډه وروسته له هغه ترسره کېږي، چې افغان حکومت يې اجازه ورکړي.
هغه زياته کړه: ((زموږ لپاره مهمه خبره دا ده، چې دغه عمليات له افغانانو سره په ګډه ترسره کوو، هيله کوو، چې په دې ډول عملياتو کې په راتلونکي کې د افغانانو ونډه نوره هم زياته شي او د دغو عملياتو ٨٠ سلنه داسې دي، چې له يوه ډز پرته ترسره شوي دي.))
د امريکا د دفاع وزارت وياند وويل، چې د شپې له خوا عمليات ډېر مهم او اغېزمن رول لري، خو بيا هم ولسمشر کرزى د دغو عملياتو په اړه اندېښنې لري.
نوموړى وايي: ((په رښتينې توګه بايد ووايم، چې دا اندېښنې له موږ سره هم شريکې شوې دي، موږ او هېڅوک دا نه غواړي، چې بېګناه عام وګړي دې زيانمن شي، خو د شپې عمليات ډېر اغېزمن دي او ملکيانو ته په کې ډېره مرګ ژوبله نه اوړي.))
نوموړې د دوديزې لويې جرګې په اړه وويل، چې امريکا دا له نږدې څاري او حکومت يې د ولسمشر کرزي له خوا د ستراتيژيک تړون د ملاتړ هرکلى کوي.
جورج ليټل زياته کړه: ((افغانستان او امريکا له نږدې څخه په دې کار کوي، چې يو اوږدمهاله ستراتيژيک تړون ولري، په دې اړه خبرې اترې روانې دي او ډېر ژر به يوې پرېکړې ته سره ورسېږو.))
د هغه په وينا، له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته په افغانستان کې د نظامي شتون په اړه تر اوسه دوى له افغان حکومت سره کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
خو د امريکا د دفاع وزارت وياند وويل: ((موږ غواړو، چې له افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو يوه اوږدمهاله همکاري ولرو، خو د دغه تړون څرګنده ميکانېزم تر اوسه نه دى په ډاګه شوى او په اړه يې له افغان حکومت سره له نږدې کار کوو.))