کوېټه (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د سړک پر غاړه د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله د پوليسو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ١١ نور ژوبل دي.
چاودنه نن د ليندۍ په لومړۍ نېټه، غرمه مهال د ايالت په ډېره بګټي سيمه کې د پوليسو پر هغه کتار شوې ده، چې يو شمېر چينايي انجنيران يې بدرګه کول.
د سيمې د پوليسو يوه افسر هدايت االله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د سړک پر غاړه د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله شوې ده.
دى وايي، يو شمېر چينايي انجنيران چې د (کچي کانال) پر لوري روان وو، د سړک پر غاړه ماين يې پر موټرو چاودېدلى دى.
د هغه په وينا، په پېښه کې چينايي انجنيرانو ته ځاني زيان نه دى اوښتى او د درېيو پوليسو په ګډن په کې پنځه تنه وژل شوي او ١١ نور ژوبل دي.
د ده په خبره، په پېښه کې دوه موټر هم په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
تر اوسه پورې د پېښې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى، خو تر دې وړاندې په بلوچستان کې د ورته پېښو مسووليت د بلوڅو ځينو ملتپالو ډلو مانه.
تېره ورځ هم، د ايالت په لورلايي سيمه کې بلوڅ ملتپالو د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى وو، چې ١٥ تنه يې وژلي او همدومره نور ژوبل کړي وو.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن