ژبه

په نړۍ کې د بې‌ځایه شوو شمېر ۱۲۳ میلیون کسانو ته رسېدلی

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي اعلان کړی چې په ټوله نړۍ کې د جګړې، ځپل کېدو، بې‌وزلۍ او اقلیمي بدلونونو له امله ۱۲۳ میلیون کسان بې‌ځایه شوي دي.

د رویټرز راپور له مخې، ګراندي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په کلنۍ ناسته کې خبرداری ورکړی چې د ځینو هېوادونو له لوري د پولو کنټرول لپاره د سختو تدابیرو نیول په یوازې نه شي کولای د کډوالۍ ناورین ستونزه حل کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر په یاده ناسته کې حاضرو څه باندې ۱۰۰ ‌ډیپلوماټانو او وزیرانو ته په خطاب کې وویل: «باید د بې‌ځایه کېدو اصلي لاملونو ته رسېدنه وکړو او د حل‌لارو موندلو لپاره یې هڅه وکړو.»

هغه زیاته کړه، هېوادونه باید د کډوالۍ مسئلې د حل لپاره د عادلانه، چټکو او قانوني طرحو موندلو په لټه کې و اوسې.

ګراندي دغه‌ راز په لبنان کې د کړکېچ ډېرېدو ته په کتو خبرداری ورکړ او ویې ویل، تر اوسه څه باندې یو میلیون کسان په دغه هېواد کې د ناامنۍ له امله بې‌ځایه شوي چې له دې ډلې ۲۷۰ زره کسان سوریې ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې ډېری هېوادونه د خپلو سرحدونو د امنیت پیاوړتیا او د ناقانونه کډوالو د راتګ مخنیوي لپاره د لارو چارو په لټه کې دي.

ورته موضوع