ژبه

کرزى: بون کې له افغانستان سره لس کلنه همکاري اعلانيږي

حکمت

۸ لیندی ۱۳۹۰ - ۲۱:۳۱

Views: ۸۰

کابل (پژواک ٨ليندۍ٩٠): ولسمشر حامدکرزی وايي چې دبون په کنفرانس کې به نړیواله ټولنه تر۲۰۱۴ زیږديز کال وروسته دلسو کلونو لپاره له افغانستان  سره خپله همکاري اعلان کړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي ولسمشر کرزي د پارلمان د اصلاح غوښتونکيو له ډلې سره په کتنه کې خبره کړې ده.

خبرپاڼې د کرزي په حواله ليکلي دي:((  زه به په دغه کنفرانس کې په تیرو لسو کلونو کې د نړیوالې ټولنې او افغانستان د ګډو لاس ته راوړنو، د موازي جوړښتونو او د امنیت د نه شتون له امله د نا کامیو، د اقتصادي بنسټونو بیا رغونې ته د نه پاملرنې، د سولې د بهیر او له نړۍ  سره د ستراتیژیکو همکاریو  په اړه وینا وکړم.))

د افغانستان په اړه به د بون کنفرانس د راتلونکې ميلادي مياشتې په پنځمه په المان کې جوړ شي، چې د سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي به پکې ګډون وکړي.