ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د کرکټ ١٥٠ لوبغاړو ته روزنه ورکړل شوه

author avatar
1 Dec 2011 - 16:42
author avatar
1 Dec 2011 - 16:42

اسعد اباد ( پژواک ١٠ ليندۍ ٩٠ ) : د لوبې سپورټي روزنيزې موسسې لخوا په کونړ ولايت کې د کرکټ ١٥٠ لوبغاړو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوه.

 د يادې موسسې مرستيال زراب شاه ظهير د ليندۍ په ١٠مه، ددې پروګرام د پاى پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه شپږ ورځني روزنيز پروګرام کې د کونړ ولايت د بېلابېلو سيمو يو سل او پنځوس تنو برخه اخيستې وه .

 هغه زياته کړه چې دغو لوبغاړو ته د تجربه لرونکو روزنکو لخوا د کرکټ لوبې د بېلابېلو اړخونو په اړه معلومات ورکړل شي .

 ظهير وايي چې که څه هم شپږ ورځې د کرکټ دتخنيکي برخې په پام کې نيولو سره لوبغاړو ته د ټولو ارونو ورزده کول يوڅه ستونزمن بريښي، خو په خبره يې دوی هم هڅه کړې، چې په دغه لنډه موده کې ځوانو لوبغاړو ته ډېرڅه ور وښيي.

 د نوموړي په وينا، په دغه يوسل پنځوس کسانو کې دوه دپنځلسو پنځلسو لوبغاړو ډلې غوره کړې چې په ختيځ کې به دلغمان اوننګرهار دهمدغو روزنيزو ورکشاپونو له ډلو سره لوبه کوي بريالى لوبه ډله به مرکز ته له ځان سره بوځي اوبيابه په نورو غوره لوبډلو کې لوبېږي.

 دکونړ دکرکټ ريس عبدالله عادل د لوبې سپورټي موسسې ددغه ګام ستاينه وکړه، خو هيله يې څرګنده کړه چې ياده موسسه دې په راتلونکي کې هم د کرکټ په برخه کې  کونړ ولايت ته زياته پاملرنه وکړی .

 دکرکټ لوبغاړودغه ورکشاپ دځان په ګټه وباله او د نورو روزنيزو ورکشاپونو د جوړېدو غوښتنه يې کوله.

 دا دويم ځل دى  دی چې د لوبې سپورټي روزنيزې موسسې په مالي مرسته د کونړ ولايت لسګونو ځوانو لوبغاړو ته دکرکټ په برخه کې شپږ ورځنی ورکشاپ ترسره کيږي له دې وړاندې داحمدزي داکاډمۍ لخوا هم يوسل پنځوسو لوبغاړو ته روزنه ورکړل شوې 

 د دې پروګرام په پاى کې ځوانو لوبغاړو ته د لوبې سپورټي روزنيزې موسسې په مالي مرسته د بوټونو په ګډون بشپړ دکرکټ سپورټي لباس هم ورکړل شو .

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.