کابل (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): په بن کې د افغانستان په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ له لیږده د بشپړې ودې تر لسیزې پورې په سند کې د افغانستان ملاتړ وشو.
په هغه ۳۳ ماده اییږ د کنفرانس پایلو په سند کې چې کاپي يې د پژواک خبري اژانس تر لاسه کړې ده ، په پنځو برخو د حکومتدارۍ ، امنیت ، د سولې بهیر ، اقتصادي او ټولنيزپرمختګ او سیمه ایزې همکارۍ په اړه دواړو خواو ته ژمنې شوې دي.
سند کې راغلې دي چې د افغانستان په مشرۍ او د المان په کوربه توب او د وزیرانو په کچه د ۶۸ هیوادونو او ۲۵ سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو په ګډون جوړشوی،افغانستان او نړیوالې ټولنې په رسمي توګه موافقه وکړه چې خپله تاریخي ملګرتیا له له لیږده د بشپړې ودې تر لسیږې پورې ) ۱۱۲۵ – ۱۱۱۴ ( لا ژوره او پرمختللې کړي.
د حکومتدارۍ برخه :
افغانستان یو ځل بیا اعلانوي، چې دهغه راتلونکى سیاسي جوړښت به لږ تر لږه پر سیاسي –
پلورالیزم او دافغانستان پر اساسي قانون ولاړ وي. افغانان به د قانون پر بنسټ ولاړې د یوې
ديموکراتیکې او با ثباتې ټولنې رامنځ ته کولوته، چېرته چې دهغه د وګړو اساسي حقوق او
بنسټیزې ازادۍ او له هغه ډلې نه د ښځو او نارینو هر اړخیزه برابري،هغه ازادي چې اساسي
قانون هغه تضمین کړې ده،دوام ورکړي.افغانستان یو ځل بیا د بشري نړیوالو حقوقو پر
وړاندې، نړیوالو مسوولیتونه ته خپله ژمنتیا اعلانوي. خو دې ټکی ته په پام سره چې په دې برخه کې به افغانستان خپل ځانګړي درسونه زده کوي،نړيوالې ټولنې دغه تګلاره په بشپړه توګه تایید کړې ده او ژمنه کوي چې په دې لاره کې د افغانستان د پرمختګ ملاتړ کوي.
. موږ ، د افغانستان د مدني ټولنود استازو او له ډلې نه د هغه د هغو د دووتنوو ویناوو يا
داشت کړې، موږ ټول په دې موافق یو چې د افغانستان په اساسي قانون کې د بشر اساسي حقونو راغلې مواد او له هغه ډلې نه د ښځو او د ودې په حال کې د مدني ټولنو حقوق، دافغانستان دراتلونکې جوړښت بنسټ جوړوي.نو له همدې کبله ،موږ د هیواد په دیموکراتیکو بهیرونو کې د مدني ټولنې د ونډې د لا زیاتوالي ،د مدني دودیزې او نوي رامنځ ته شويو هغو په ګډون او له هغه ډلې نه د ځوانانو په برخې ټينګار کوو.
موږ دا څرګندوو،چې د یوې دیموکراتيکې ټولنې رامنځ ته کول ، له هر څه دمخه ، د منتخب حکومت ،هغه ملي مدني اغیزمن ګټور کار پورې چې اړه پیدا کوي چې ،خدمات یې د شفافو
،قوي او اغیزمنو ټولنو او سازمانونو کې نغښتل شوی وي.
د پام وړ لاس ته راوړنو او بریاوو سره سره افغانستان دې ته اړه لري چې د دولتي ټولنو د لا
پیاوړتيا او ښې حکومت دارۍ او له هغه ډلې نه د امنیتي بنسټونو اصلاح لپاره چې په هغه کې د پولیسو اغیزمنې قواووې هم راځي ، کار ته دوام ورکړي.
د افغانستان د ټاکنو دبهیر تقویت او پیاوړتیا،د هیواد د دیموکراتیک کولو د بهیر په لور يو
غوره ګام دی.
د افغانستان حکومتي جوړښتونه ،باید په ټوله کچه، د افغانستان دخلکو د مدني او اقتصادي
اړتیاوو سره خپل مسوولیت ښه زیاته او خلکو ته بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي.
په دې برخه کې لا تر اوسه هم له ولسي خلکو دفاع، د قانون دټينګښت او په حکومتي ادارو،
دغه راز په نړیوالو مرسته رسوونکو ټولنو کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه لومړي او اساسي ځای لري.
موږ ، دغه مسئله دکابل دبهیر د ژمنو له مخې اود متقابل حساب د ورکړې پر بنسټ مخ سرته
رسوو.
د انتقال سره په تناسب کې، يو ځل بیا موږ تاییدو، چې د نړیوالې ټولنې هغه ونډه به چې، د
ظرفیت جوړونې په برخه کې يې د افغانستان له ټولنو سره لري، داسې چې د افغانستان حکومت وکولای شي خپل بشپړ واک تر سره کړي، ور ولېږدول شي.
په دغه بهیر کې به د ولایاتو د بیا رغونې دټولو ډلو له منځه وړل اود هر هغه جوړښت لغوه کول م شامل وي،چې دافغانستان د ادارو سره په سیمه ایزې او ملي کچه موازې دندې ولری.
موږپه افغانستان کې د ملګرو ملتو د نقش ملاتړ کوو .موږ له ښاغلي ستیفن دې میستورا، د ملګرو ملتو له ځانګړي استازي څخه، دهغه د ښو خدمتونو له امله مننه څرګندوو، دملګرو ملتو د سرمنشي دهغې پریکړې هرکلي کوو چې ښاغلی جان کوبیسن ،د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.
موږ، دا یادونه کوو چې د افغانستان لپاره دې ، به د یوناما ماموریت، د ظرفیتونو د زیاتوالي
سره او د افغانستان د مالکیت او د انتقال د بهیر سره متناسب، چې په هغه کې به د افغانستان
حکومت مسوولیت په غاړه اخلي،بیا کتنه وشي.
موږ دغه راز، د افغانستان له حکومت سره د نړیوال تماس دډلې له نېږدې ملګرتیا په خورا
درناوي یادونه کوو، او دغه ډله د ګډو هڅو دوام ته هڅوو.
د امنیت په اړه :
موږ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه او د خپلې خاورې او امېنت د ساتنې د مسوولیت په
خپله اخیستنې کې د افغانستان د خلکو د پریکړې هرکلی کوو.موږ ځان د افغانستان له خلکو
سره دهغوی په دې نظر کې ملګري ګڼو، چې داسې امنیتي ځوکاونه جوړکړي چې په نننیو
معیارونو برابر،دبشپړ تخصص لرونکي او د خپل هیواد د اغیزمنې ساتنې توان ولري.
موږ د انتقال د بهیر دبریالي پیل هرکلی کوو. د افغانستان حکومت د خپل هېواد دبشپړ –
امنیت د مسوولیت د منلو په بهیر او دا بهیر د ۱۱۲۴ کال تر آخره پای ته رسېږي. دې سره
هم مهاله د امنیتي همکاریو نړیوالو قواوو )آیساف(چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوايې دنده اخیستې او خپل تدریجي او مسوولانه وتل یې پیل او تر ټاکلې موده به پای ته ورسیږي.
دانتقال دبهیر د پای ته رسیدو سره به، د افغانستان د راتلونکې پر وړاندې زموږ ګډ مسوولیت
پای ته نه رسېږي.نړیواله ټولنه له همدې امله ژمنه کوي،چې له ٢٠١٤ کاله وروسته ،له
افغانستان سره خپل ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي.
موږ ټینګار کوو، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته، د افغانستان ملي امنیتي قواوې نړیوال ملاتړ دوام ته اړتیا لري. د افغانستان له ملي امنیتي قواوو سره د ملاتړ په منظور،نړیواله ټولنه
دا ژمنه کوي چې د انتقال د بهیر تر پای ته رسیدو وروسته به دغو قواوو په روزنه، تجیهزولواو د توانمندیو په زیاتېدو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. نړیواله ټولنه،د افغانستان ملي امنیتي قواوو ته د تمویل په چارو کې خپلو مرستو ته، دې ټکي ته په پام سره دوام ورکوي چې ددغو مرستو اندازه به تر لیږده وروسته، د افغانستان د اړتیاوو په تناسب،او دداخلي عوایدو د راټولولو د ظریفت د زیاتوالي سره جوخت، کرار کرار کميږي.موږ په دې برخه کې د افغانستان دملي امنیتي قواوو لپاره د یوڅرګند نظر او غوره تګلارې ټاکنې ته سترګه په لاره یو، چې د٢٠١٢ کال د مى په میاشت کې ،په شیکاګو کې د ناټو دسر مشرانو تر جرګې نه مخکې تدوین شي.
موږ دا څرګندوو چې دافغانستان اهمیت او ثبات ته تر ټولو مهم ګواښ ترهګري ده، چې نړیواله سوله او امنیت هم له ګواښ سره مخامخ کوي. په دې برخه کې موږ دترهګرۍ او تندلارۍ سیمه ایزو اړخونو ،له هغه ډلې نه د ترهګرو پناه ځایونه ته په پام سره ،دیوه امن افغانستان دجوړولو او د ترهګرۍ له ګواښ دخپل ګډ امنیت او ساتنې لپاره دسیمې په کچه د رښتینې او عملي همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوو.موږ یو ځل بیا د دې بنسټ خپله ګډه اراده اعلانووچې هیڅکله به اجازه نه ورکړوچې افغانستان دې بیا د نړیوالې ترهګرۍ لپاره په يوه پناځای بدل شي.
دمخدرو توکو قاچاق او مصرف په یوه اندازه ،د افغانستان امنیت ، یوه مشروع اقتصادې دې او هم دنړیوالې سولې او ثبات ته جدي ګواښ دی. افغانستان او نړيواله ټولنه،د خپلو ګډو مسوولیتونو په څرګندولو ، افغانستان او نړیوالې ټولنې ته په منلو لارو چارو،پر خپلې دې ارادې ټينګار کوو، چې د نشه يي توکو د تولید ،قاچاق او غیر قانوني مصرف د ګواښ پر وړاندې چې د پراخو تاوانونو او رنځونو لامل ګرځي ،ودرېږو.موږ دا څرګندوو چې د نشه يي توکو ستونزه،یو نړيوال ګواښ دی چې د تقاضا له اړخ سره يې هم مبارزې ته اړتیا شته.
دسولېبهیر په اړه :
په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسیدو لپاره، د یوې،سیاسي حل لارې پر اړتيا ینګار کوو. يوه پایداره باثباته ته له ځانه د د فاع د ظرفیت د لوړولو تر څنګ، داسې یوې سیاسي حل لارې د رسیدو لپاره، اړتیا شته چې خبرې اترې او روغه جوړه يې اساسي برخې وي.
ددې تر څنګ مجدد ادغام د تر جګړې وروسته د افغانستان دټولنې د بیا احیا لپاره،د امنیت د
بیا ښه کولو، دټولنیزې او محلي ادارو ودې ته لار آواروي.
موږ د افغانستان د پخواني جمهور رئیس، د سولې دعالی شورای د مشر، پروفیسوربرهان الدین رباني وژنه په کلکه غندو.نو له دې کبله نړیواله ټولنه د افغانستان د حکومت د هغو زړورو هڅو چې د افغانانو په مشرۍ، او له هغه ډلې نه د سولې د عالی شورای او د سولې دتګلارې له خوا د بیا پخلاینې او بیا ادغام د بهیر لپاره کېږي، هرکلی کوي.موږ دغه راز د لويې مشورتي جرګې له لارښوونو چې د ۱۱۲۲ کال د نوامبر د ۲۹ ۲۸ يې دوام درلود او د سولې بهیر ته يې نوی لمسون او خوځښت ورکړ هرکلی او ملاتړ کوو.
د سولې بهیر باید پر اصولو ولاړ وي. نړیواله ټولنه، د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره موافقه لري،چې د سولې بهیر او دهغه پایلې باید لاندې ځانګړتیاوې ولري:
الف:د سولې او پخلاینې ،بهیر باید:
– دافغانانو په رښتني مشرۍ او مالکیت واوسي.
– عمومي وي او دافغانستان د ټولو خلکو ، جنسیتونو او ټولنیز دريځه ته د نه پام له مخې، د مشروعو ګټو څرګندوي وي.
ب: مصالحه،باید ،د لاندې مسايلو په ګډون وي:
د افغانستان د ملي حاکمیت بیا تایید،خپلواکي او بشپړتیا زور زیاتی وغندي؛ –
له نړیوالې ترهګرې سره اړیکي پرې کړي؛ –
د افغانستان داساسي قانون او له هغې ډلې دبشري حقوقو مواد او په تیره بیا دښځو –
دحقوقو درناوي وکړي.
د سیمې هیوادونو دغه بهیر ته درناوي ولري او دهغو د پایلو ملاتړ وکړي. –
ج: د سولې هر هغه بهیر،چې پاسنیو ټکو ته په پام سره وي، دنړيوالې ټولنې بشپړ ملاتړ به ولري.
د اقتصادياوټولنيزپرمختګ په اړه:
نړیواله ټولنه د بشري او معدني منابعو د ودې له لارې، پر ځان بسیاينۍ ، او آرامۍ ته د رسېدو ،پرله پسې او متوازنې ودې ته د لارې موندلو او د ژوند د معیارونو په لوړولو کې له افغانستان سره همغږې ده.
د ثبات راوړلو په ستراتيژۍ او د پرمختګ د اوږد مهالې ملګرتیا په برخه کې نړیواله
ټولنه،له افغانستان سره، د قانون د حاکمیت، د عامه ادارې خدماتو، ښوونې او روزنې،
روغتیا، کرنې، انرژۍ او نورو اړتیاووته په پام سره په ځانګړو بنستيزو برخوکې، چې د
کابل په بهیر کې په ملي کچه د افغانستان دولت له خوا دکابل په بهیر کې غوره او لومړي
ګڼل شوي ، ملاتړ کوي.
په داسې حال کې چې دافغانستان حکومت خپل اولویتونه ټاکي،اصلاحات عملی او د –
خپلوکابل د ژمنو او دهغه له ډلې نه دعامه مالي ادارې تقویت، او دبوديجې د اجرا د ظرفیتونو لا ښه کول سرته رسوي او ملګري يې ژمنې تازه کوي، چې په هماغه اندازه چی د افغانستان حکومت خپلی د کابل د بهیر ژمنې عملي کوي، دهغه نړیوال ملګري به په هماغه شان چې په لندن او کابل کې موافقه شوې ده، د افغانستان ضروري اړتیاوو ته په پام سره به زیاتې نړیوالې مرستې دې دغه هېواد ته تخصیص او د پرمختیایی مرستو زیاتره برخه د افغانستان د بودجې له لارې وي. موږ د جاچان دحکومت د هغې پریکړې هرکلی کوو،چې غواړي د افغانستان په اړه کنفرانس د وزیرانو په کچه د ۱۱۲۱ کال د جولای په میاشت کې جوړ کړي او په هغه کې به د افغانستان د ودې پر پایدارې ستراتیژۍ او له ډلې نه د مرستو پر ګټورتوب،د راتلونکو کلو لپاره د مرستو پرهم آهنګۍ، او دسیمې پراقتصادي همکارۍ خبرې کیږي.
دليږد د بهیر د پرمختګ د پیاوړتیا سره، موږ د نړیوالې بانک له خوا د اقتصادي ګواښ پيدایښت د اټکل او له هغه ډلې نه دنړیوالې ټولنې د پوځي حضور له کمښته پر راپيدا کیدونکي ګواښ پوهیږو،نو تکل لرو،چې ددغه ناوړه اغیز د مخنوي لپاره د کابل دبهیر دپریکړو سره سم د اغیزمنې مرستې زیاتې کړو.
موږ ،نړیواله ټولنه ځان د افغانستان په هغه انديښنه کې شریک ګڼو، چې دلېږد د لنډ مهاله
اغیزو د حل ستراتيژي باید ،په افغانستان کې د ازاد بازار پر اصل ولاړ ديوه پایداره
اقتصاد وروستي هدف ته هم لاره آواره کړي .
په افغانستان کې نړیوالې هر اړخیزې هڅې ،په وروستې لسیزه کې يو بې ساری التزام
دی.د نړیوالې ټولنې او افغانستان ژمنې او په نړیواله امنیت کې دهغو ونډه دانتقاله له بهیره
لا لوړ دي.د انتقال بهیر، نړیوال حضور او هغه پورې اړوند مالي ایجابات را کموي.موږ دا
څرګندوو چې د افغانستان حکومت به تر انتقاله وروسته کلونو کې،ځانګړې او دپام اړتیاوې
او مالي مرستې ولري.ددوي دغه اړتیاوې د کورنی عاید له پلوه بسیا کیدای نه شي، نو له
دې کبله نړیواله ټولنه ژمنه کوي چې د د ودې د لسیږې په لړ کې ،دکابل د بهیر سره
متناسب،د افغانستان داقتصادې ودې،د هغه د امنیت دساتنې پورې اړوند خرڅونه،دوروستیو کلنو د لاس ته راوړنو لپاره د متداومې بودجې کسر،د انتقال د بهیر نه راګرځیدل او د افغانستان د ځان بسیا کیدلو مالي ملاتړ وړاندې کړي.
د افغانستان اوږد مهاله اقتصادي پرمختګ،له بل هرڅه نه د هغه دتولیدي سکتور په تیره
بیا کرنې او معادنو پورې اړه لري.نړیواله ټولنه د د کرنیز اقتصاد دملاتړ ،هغه چې غذايي
امنیت،فقر کمول،په کرنه کې د کار پیداکولو په برخه او او د حکومت د عایداتو راټولو
تضمینوي،ملاتړ کوي.
د معادونو په برخه کې موږ د افغانستان په ملي شتمنیو کې د نړیوالو د پانګه اچولو د
لیوالتیا هرکلي کوو، خو دداسې يو حقوقي چوکاټ د موجودیت پر اړتيا ټینګار کوو، چې ددغوطبیعي شتمنیو ګټو رسیدل د افغانستان خلکو ته په مخامخ توګه تضمین کړی.په داسې حال کې چې خصوصي سکتور،د هیواد د راتلونکې اقتصادي ودې لارښوونه کوي،نړيواله ټولنه،د افغانستان دهغو هلو ځلو نه چې ،د يوه شفاف او حسابده حقوقي رژیم چې د نړیوالو منل شویو معیارونو سره برابر وي،د عامه منابعو د مدیریت،او له هغه ډلې نه د طبیعي منابعو د راټولو ،هغه هم طبیعیي چاپیریال ته په پام سره،ملاتړ کوي.
موږ دا څرګندوو،چې پر بازار ولاړ يو هڅوونکی اقتصاد ،په افغانستان کې د سیالۍ نه ډکو خدماتو د ودې مستلزم او د باثباته مالیاتي جوړښت په ګډون د سیمه ایزو تجارتي او ترانیزیتي لارو د ودې له لارې کیدای شي. نړیواله ټولنه د افغانستان د هغو هڅو پر وړاندې ،چې د بنسټیزو جوړښتونو د جوړولو او زیاتوالي او د حقوقي جوړوښتونو اړوند ،د سوداګرۍ او ترانزیت د ودې لپاره کوي،ژمنه ده.
موږ پر دې ټينګار کوو،چې د نړیوالو منابعو په ګډون دخصوصي پانګې را جلبول ،د –
افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د فعالولو لپاره نسټیزه لومړیتوبونه لري. د افغانستان
حکومت ژمنه کوي چې د نړیوالې پانګې اچولو لپاره،د يورومانیزم (EUROMINIS) په نامه،په بروکسل کې، د نړیوالوالو پانګوالو د ۱۱۲۲ کال د اکتوبر د شپږویشتمې دجوړې شوې غونډې د سپارښتنو له مخې وه، د پانګې اچونې لپاره له ښو نه لا ښه شرایط برابرکړي.
د سیمهایزېهمکارۍ په اړه:
موږ په دې باور لرو، دبا ثباته او بډای افغانستان، تصور په یوه با ثباته او بډایه سیمه کې –
کېدای شي.د ملګرتیا او سولې پیرزوینه ،ټولې سیمې ته،تر شخړې او کړکیچ نه خورا ګټوره ده.
موږ د افغانستان د هغه نظر چې رښتیني ستراتیژیکې ګټې یې له لرې او نیږدې ګاونډیانو سره ،د دوه اړخیزو او څو اړخیزو پیاوړو او پایدارو اړیکو په ټینګېدو کې نغښتې دي،تاییدو. دغه شان اړیکی به د بهرنیو مداخلاتو په کموالي،د ښه ګاونډيتوب د اصولو دپیاوړتیا، خپلواکي او له سیمې سره د افغانستان په اقتصادي نېږدې والی کې مرسته وکړي.
موږ د افغانستان لپاره داسیا په زړه کې امنیت او همکاري ،چې د ٢٠١١ کال د نومبر په دوهمه نيټه د افغانستان په اړه په استانبول کې جوړ شوی ،دپایلو هرکلی کو. په تيره بیا د افغانستان دځمکنۍ بشپړتیا،خپلواکۍ،عدم دخالت، او د شخړو د سوله ایزحل نظرونه چې د استانبول د بهیر اصلونه دي، دد لا زیات اعتماد جوړونې او د “اسیا زړه” په سیمه کې د همکارۍ لپاره يو ښه ګام ګڼو .په سیمه کې د امنیت دتامین او اعتماد لپاره موږ د استانبول په اسنادو کې د مندرجو اصولو له مخې له افغانستان سره پیاوړې همکارۍ او ملاتړ
رابولو.
موږ د استانبول د بهیرد دوامه لپاره چی د “اسیا زړه” د سیمی په چوکاټ کی غونډې ته،چې
ټاکل شوې ده د وزیرانو په کچه د ۱۱۲۱ کال د جون په میاشت کې په کابل کې جوړه
شي،سترګې په لاره یو.
د افغانستان د اوږدمهالې ودې پس منظر ته په پام سره، موږ ددغه هیواد هغه نظرته چې له مواصلاتي ارتباطي پلوه يو پرمختللې سیمه او اقتصادي نيږدې والي ،چې افغانستان په هغه
کې ،دجنوبي،منځنۍ اسیا یوریشیا او منځني ختيځ تر منځ د يوه ارتباېي پله بڼه ولري سترګې
په لاره یو.
موږ د تاریخي تجارتي لارو په مسیر کې ،د تجارتي لارو دزیاتیدو ،د سیمې په کچه د
افغانستان اقتصادي ظرفیتونو دلوړوالي په خاطر ملاتړ کوو.. په دې لړ کې موږ ، دپایدارو
طرحو د چټک سرته رسولو پر بنسټ، د سیمه ایزو مواصلاتو د ودې سبب کیږي،لګه د ګاز
پایپ لاین او د بريښنا د لېږدولو CASA-1000 د ریل لارې او نورې پروژې.
په دې برخه کې موږ د ٢٠١٢ کال د مارچ په میاشت کې،د تاجکستان په مشرۍ ،د دوشنبې په ښار کې د (RECCA) جوړیدونکي کنفرانس ته سترگه لاره یو.
موږ د هغه درانه پېټې نه چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پر اوږو، په تېره بیا –
پاکستان او ایران، چې په میلیونو نه افغاني کډوالو ته يې په سختو ورځو کې پناه ورکړې د او د هغو امن، تدریجي او داوطلبانه کار راګرځېدو ته هوډمن دي،خبر یو.
دپرمختګلاره:
راتلونکې ته په پام سره، موږ ټینګار کوو،د انتقال دغه بهیر چې په ۱۱۲۴ کال کې به –
پای ته ورسي، باید د ودې له لسیزې سره مل وي،چې دهغه په لړ کې افغانستان خپله
بشپړه خپلواکي د یوه پیاوړی او پایدار دولت له لارې چې دخلکو په خدمت کې وي لا پسې
ټينګه کړي.
د ودې بهیر به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ملګرتیا نوې بېلګه وي.په دې
ملګرتيا کې به ، د ملي حاکمیت لرونکي افغانستان، د خپلې راتلونکې د تامین په منظور، د سیمې لپاره د سولې او ثبات لپاره ،د یوه دمثبته استازي،له نړيوالې ټولنې سره،
عمل پيل کوي.
په نننۍ غونډه کې افغانستان ،د راتلونکې لپاره خپل نظرونه طرح کړل:هغه تصور چې –
افغانان يې له خپله هيواده لري،د یوې کاري او با ثباته دیموکرات افغانستان،یو پياوړی او
پایداره دولت چې دخپلو خلکو په خدمت کې وي،يو بریالی اقتصاد،هغه افغانستان چې په
سیمه کې د سولې او بری عامل وي او له خپلو ټولو نیږدې او لرو هیوادونو سره دوستانه اړیکی ولري او د نړيوالې سولې او امنیت مرستندوي و اوسي.
د پورتنیو خبرو ،عملي کیدو ته په پام سره ،نړيواله ټولنه او افغانستاڼ په رسمي توګه ژمنه –
کوي چې په ګډه او د مشارکت په روحیې به کار ته دوام ورکړي.افغانستان دښې حکومت دارۍ د ښو کولو لپاره خپلې ژمنې بیا تکراروي او له دې سره هممهاله نړیواله ټولنه،تر ٢٠١٤ کاله او وروسته تر هغه نه،د خپلې پرله پسې همکارۍ ژمنه اعلانوي. ټکو ته ژمن ګڼو.
موږ نن،په بن کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ ،د ملګرتیا د ژورتیا او پراختیا –
لپاره د یوې ستراتيژیکې اجماع رسمي اعلان کوو،چې لس کاله مخکې يې د پترزبرګ يه ښارکې بنسټ ایښودل شوی و .د تیرو لسو کلنو د ګډو بریاوو پیاوړتیاوو ته په پاملرنې سره پر دې ټينګار کوي چې د افغانستان امنیت او آرامي ، لا هماغه شان دټولې او دهغه دشا او خوا پر امنیت اغیز کوي.افغانستان او نړيواله ټولنه ،ځان دغې بیا تجدید شوې ملګرتیا ته ، د يو لسپړاو لپاره په غوڅه توګه هوډمن ګڼي.
Views: 4
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP