Language

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې په خپله دویمه لوبه کې اماراتو ته د ۱۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

نننۍ لوبه چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دغه سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې فیصل خان ۱۵۶، محبوب تسکین ۱۴۱ ناسوځېدلی او عزیر الله ۳۷ منډې وکړې.

مقابل کې د اماراتو ۱۹ کلنو لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړ او په ۴۶م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۹۰  منډې وکړې او د ۱۶۹ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

د افغانستان، اماراتو او پاکستان له نوولس کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ د سیالیو دغه لوبلړۍ  په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.

د یادونې ده، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له پاکستانه ګټلې وه.