کندهارښار ( پژواک ١٥ ليندۍ ٩٠ ) : په کندهار ښار کې هم نن له غرمې وروسته يوه چاودنه وشوه، چې له امله يې پنځه تنه ټپي شوي دي.
دا چاودنه نن دليندۍ په ١٥مه، دغرمې په شاوخوا پاوکم يوه بجه د کندهار ښار ددرېيمې ناحيې اړونده دچارسو په څلور لاري کې وشوه.
د عزت الله اميد په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې ناڅاپه لويه چاودنه وشوه او له سيمې څخه دوړې او ګردونه پورته شول.
د هغه په وينا، پوليس سيمه کلا بنده کړه او څوک يې نږدې نه پرېښودل.
د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودېدونکي توکي پر يوه موټرسايکل ځاى پر ځاى شوي وو.
هغه زياته کړه ؛چې دغو توکيو ته د چارسو څلور لاري ته څېرمه ديوې امنيتي پوستې ترڅنګ چاودنه ورکړل شوه.
ايوبي وويل چې د چاودنې له امله درې ملکي وګړي او دوه پوليس ټپي شوي دي.
د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژاسن ته وويل چې دوى ته پنځه ټپيان راوړل شوي چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن