ژبه

په ننګرهار کې د دوو ښوونځيو د ودانيو جوړولو کار پيل شو

عبدالمقصود عزيزي

۱ مرغومی ۱۳۹۰ - ۱۵:۳۸

Views: ۸۴

جلال اباد-پل علم (پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٠): په ننګرهار ولايت کې د دوو ښوونځيو د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې او په لوګر کې د يوه ښوونځي د ودانۍ چارې بشپړې شوې.

د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، په جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې يې د دوو ښوونځيو لپاره د ودانيو د بنسټ ډبرې د ٣٦٩ زرو امريکايي ډالرو په لګښت کېښودې.

د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امريکايي روټري انټرنېشنل موسسې په مرسته يې د جلال اباد ښار په عربانو لېسه کې د غونډو د يو تالار د بنسټ ډبره هم کېښودله.

هغه زياته کړه، چې دغه تالار به په يوه پوړ کې د پنځو سوو تنو د ځايدو وړتيا ولري، چې په وينا يې د ٦٩زره امريکايي ډالرو په لګښت به يې چارې په درېيو مياشتو کې بشپړې شي.

د نوموړي په وينا، چې له تالار سره په خوا کې به درې اداري خونې هم جوړې شي.

شينواري وويل: ((موږ د جلااباد په لېسو کې د غونډو تالار نه درلود، د دغه تالار جوړول به ښاري لېسو ته ډېره ګټه ورسوي.))

د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيلزي پژواک ته وويل، چې نن يې د سره رود ولسوالۍ د بر سلطان پور د ښوونځي د نوې شل خونيزې ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.

هغه زياته کړه، چې د هلکانو دغه منځنى ښوونځى به په دوو پوړونو کې جوړيږي، چې تر څنګ به يې اته اداري خونې هم جوړې شي.

نوموړي زياته کړه، چې د ودانۍ ٣٠٠زره امريکايي ډالره لګښت د جاپان هېواد د جايکا مؤسسې له لوري ورکول کېږي، چې په وينا يې، چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي او د زر تنو زده کوونکو د سرپناه ستونزه به هواره شي.

د يادونې ده، چې د ننګرهار له ٧٠٠ ښوونځيو څخه ٣٥٠ يې اوس هم ودانۍ نه لري.

د يوه بل خبر له مخې، نن په لوګر ولايت کې د يوه ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر پژواک اژاسن ته وويل، چې دا ودانۍ په محمداغې ولسوالۍ کې د ٣٢زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

دى وايي، چې دغه پيسې د نړيوال بانک له خوا ورکړل شوې او ودانۍ په دوه جريبه ځمکه کې جوړه شوې ده.