زرنج (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٠): د نيمروز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د دې ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې څه دپاسه ١٢٤٧ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د نيمروز امنيه قوماندان سمونوال محمد موسى رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې نشه يي توکو کې ١١٥٠ کيلوګرامه ترياک او ٩٧ کيلوګرامه هيرويين شامل دي، چې ايران ته د لېږد په موخه په دوو سراچه ډوله موټرو کې ځاى پرځاى شوي وو.
د نوموړي په وينا، دا نشه يي توکي نن (د مرغومي ٢٥مه) د پوليسو د عملياتو په ترڅ کې د خاشرود ولسوالۍ په مرکز کې ترلاسه شوي دي.
رسولي زياته کړه، چې په دواړو موټرو کې سپاره څلور تنه هم نيول شوي او ترېنه څېړنې روانې دي.
سرچينې څرګنده کړه، چې يادو شوو څلورو کسانو دا توکي له هلمند ولايت څخه بار کړي وو او ايران ته يې وړل.
د خاشرود ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل: ((پوليسو دوه موټر چې د ايران پولې خوا روان وو، ودرول او تالاشي يې کړل.))
د هغه په وينا، پوليسو له دې موټرو څخه يو شمېر بستې راووېستې او څلور کسان يې هم ونيول.
نيمروز او د دې ولايت خاشرود ولسوالۍ، ايران ته د قاچاق وړونکو له عمده مرکزونو څخه بلل کېږي.
تېره ورځ هم پوليسو دوه تنه هغه مهال له ٦٠ کيلوګرامه نشه يي توکو سره په خاشرود ولسوالۍ کې ونيول، چې ايران ته يې د لېږدولو هوډ درلود.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن