محمودراقي (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې د هاوان د يوې سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ووژل شول او دوه نور ټپيان دي.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري نن (د سلواغې دويمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سرګلوله تېر ماښام د محمودراقي ښار د اروکي په سيمه کې هغه مهال وچاودېده، چې ماشومانو ورسره لوبې کولې.
هغه وويل، چې په دې چاودنه کې درې تنه ځاى پر ځاى وژل شوي او د درېيو ټپيانو له ډلې يوه يې هم د پنجشېر ولايت ايمرجنسي روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
سرچينې څرګنده کړه، چې دا سرګلوله د جهاد له وختونو په سيمه کې پاتې وه، چې د وخت په تېرېدو له خاورې راوتلې وه.
د يادو ماشومانو پلار حاجي فدامحمد پژواک ته وويل: ((ماشوم له خپلو ملګرو سره لوبې کولې، چې سرګلوله وچاودېده.))
همدارنګه د اروکي د سيمې يوه اوسېدونکي محمد اقا وويل، دغه پېښه په داسې حال کې رامنحته شوه، چې ماشومانو کور ته پر لاره دغه ناچاودلې سرګلوله موندلې وه او لوبې يې پرې کوله.