کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان الف «افغان ابدالیان» لوبډلې په خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د سریلانکا له الف لوبډلې ماتې وخوړه.
د افغانستان، سریلانکا او هند الف لوبډلو ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ په سریلانکا کې روانې دي.
دغه لوبه چې نن په سریلانکا کې ترسره شوه پچه یې د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې افغان ابدالیان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ۵۰م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۴۵ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې حسن عیسیخېل ۴۵، بهیرشاه محبوب ۴۴، فرمان الله ساپي ۳۵، محمد اسحاق ۳۰، خالد تڼیوال ۲۲، عبدالله احمدزي او عمران میر ۲۱- ۲۱ منډې وکړې.
همدارنګه د لوبې په دویمه پاڼې کې باران وشو لوبه وځنډېده او د باران «DLS » د قانون له مخې لوبڅارانو لوبه د ۵۰ اورونو پر ځای ۴۱ اورونو ته راښکته کړه.
دغه راز د سریلانکا الف لوبډلې ته په ۴۱ اورونو کې د ۲۳۱ منډو هدف وټاکل شو.
د سریلانکا الف لوبډلې یاد هدف په ۲۸م اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغان ابدالیان لوبډلې ته یې د ۸ وېکټو په توپیرماتې ورکړه.
همدارنګه د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د هند الف لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.