کابل(پژواک١٨سلواغه٩٠): د ستراتيژيک تړون په اړه د افغان او امريکايي چارواکيو ترمنځ خبرې بيا پيل شوي او افغان حکومت وايي چې د سولې د پروسې په تړاو د ټولو نړيوالو هڅو په اړه اطلاع لري.
د افغانستان او امريکا د حکومتونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون د سند په اړه جدي بحثونه روان و ؛ خو د بن د کنفرانس له امله چې د تېر ميلادي کال په وروستۍ مياشت کې جوړ شو، په دې خبرو کې ځنډ راغى.
ټاکل شوې وه، چې دواړه لوري د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې د دغو اړيکو په اړه په کابل کې خبرې پيل کړي .
خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه خبرې په روانه ميلادي مياشت کې پيل شوي او ښې روانې دي .
ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل .
د افغانستان حکومت په روان کال کې له هند،انګلستان، ايټاليا او فرانسې سره هم د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند د امريکا او وسلوالو طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې د افغانستان حکومت له مخالفينو سره د سولې په تړاو د نړيوالو له ټولو هڅو خبر دى.
موسى زي زياته کړه: ((د افغانستان حکومت له ټولو هغو هڅو، چې د سولې پروسې په چوکاټ کې ترسره شوي يا ترسره کېږي، البته د نړيوالو متحدينو او خاصتا د امريکا متحده ايالتونو لخوا نه، خبر دى او اطلاع لري.))
خو ده په دې اړه هم نور جزييات ورنه کړل او زياته يې کړه ، چې په افغانستان کې د سولې د پروسې هڅې لا هم په ډېر ابتدايي پړاو کې دي او ډېرو هڅو، وخت، حوصلې او کار ته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده ، چې ويل کيږي د طالبانو او امريکايانو تر منځ په قطر کې د سولې په اړه خبرې شوې دي ، خو د افغانستان حکومت له دې خبرو ګوښه ساتل شوى دى .
امريکا ، قطر او جرمني څه موده مخکې وپتيله ، چې په قطر کې وسلوالو طالبانو ته د سولې د خبرو په موخه دفتر پرانيزي، چې افغان حکومت هم ورسره وروسته هوکړه وکړه .
طالبانو هم منلې، چې په قطر کې د دفتر په اړه يې له امريکا او نړيوالې ټولنې سره تفاهم کړى دى.
خو د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، په قطر کې تر هغه طالبانو ته دفتر نه پرانېستل کېږي، تر څو چې د افغان او قطري چارواکيو ترمنځ په دې اړه څرګند تفاهم نه وي شوى .
د يادولو ده، چې تېره ورځ د پاکستان لومړى وزير هم د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د خبرو په موخه قطر ته تللى دى .
د چارو ځينې شنونکي وايي، ګيلاني ځکه قطر ته سفر وکړ، چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې ګوښه ساتل شوى او غواړي د خپلو ګټو لپاره په دې پروسه کې له ګوښه ساتل کېدو ځان راوباسي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن