ژبه

بروکسل ته احتمالي سفر؛ اروپايي کمېسیون د اسلامي امارت د پلاوي د غړو نوملړ بلجیم ته سپارلی

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۲

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵): اروپايي رسنۍ «یوراکتیف» راپور ورکړی چې اروپايي کمېسیون بروکسل ته د احتمالي سفر لپاره د اسلامي امارت د پلاوي د غړو نوملړ د بلجیم چارواکو ته سپارلی دی.

د یوراکتیف د راپور له مخې، د دغه احتمالي سفر موخه له اروپا څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې اترې دي.

بلجیمي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ادارو د ویزې د احتمالي صادرېدو په اړه لومړنۍ ارزونې پیل کړې دي، خو تر اوسه د یاد پلاوي له لوري د ویزې کوم رسمي غوښتنلیک نه دی ثبت شوی.

په راپور کې راغلي، اروپايي چارواکي ټینګار کوي چې له اسلامي امارت سره خبرې اترې د هغه د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي، بلکې د کډوالۍ د دوسیې د مدیریت او خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره یو عملي اقدام ګڼل کېږي.