ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي په اسلام اباد کې له يوسف رضا ګېلاني سره وليدل

ولسمشر کرزي په اسلام اباد کې له يوسف رضا ګېلاني سره وليدل

author avatar
16 Feb 2012 - 13:24
ولسمشر کرزي په اسلام اباد کې له يوسف رضا ګېلاني سره وليدل
author avatar
16 Feb 2012 - 13:24

اسلام اباد (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٠): ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني سره په اسلام اباد کې وليدل.

دواړو مشرانو ساعت مخکې ( دوولس بجې) په دې ليدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه جګړه، د سيمې پر حالاتو او له وسلوالو طالبانو سره د سولې د پروسې په تړاو خبرې اترې وکړې.

په دغې ناسته کې له ولسمشر کرزي سره تللي پلاوي، د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کياني، بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر، د کورنيو چارو وزير رحمان ملک، د دفاع وزير احمدمختار، د سرحدونو چارو وزير انجنير شوکت الله او يو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم ګډون کړى و.

ولسمشر کرزي او ګېلاني د پاکستان او افغانستان د دوه اړخېزو اړيکو پر پراختيا او په خپل منځ کې د بې باورۍ پر ختمولو ټينګار وکړ.

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر حامد کرزى د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم نن وګوري.

دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر مشر انتسار سلهري پژواک اژانس ته وويل، چې نن د افغانستان، پاکستان او ايران د بهرنيو چارو وزيران، زلمى رسول، حنا رباني کهر او منوچهر متکي په خپل منځ کې درې اړخېزه ناسته ولري.

د هغه په وينا، سبا به د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دريو واړو هېوادونو ولسمشران درې اړخېزه غونډه وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى د افغانستان، پاکستان او ايران د هېوادونو په درې اړخېزه غونډه کې پر ګډون سربېره به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير سيد يوسف رضا ګېلاني سره په جلا جلا توګه وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سياسي، اقتصادي، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې، د سولې د ګډ کمېسيون په اډانه کې د دواړو هېوادونو د لا ډېرو همکاريو په اړه د دوه اړخېزو اړيکو پر پراختيا خبرې وکړي.

سرچينه کاږي، چې حامد کرزی به د پاکستان د مسلم ليګ ګوند له مشر نواز شريف، د فضل الرحمن اړوند د جمعيت علما د رهبرۍ د شورا له غړو، د شېرپاو اړوند د خلکو د ګوند له مشر افتاب احمدخان شېرپاو او د سميع الحق اړوند د جمعيت علمای اسلام له مشر مولانا سميع الحق سره هم وګوري.

په دغه سفر کې له ولسمشر کرزي سره د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول، د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا، د ولسمشر د دفتر رييس عبدالکريم خرم، د جمهوري رياست وياند او د مطبوعاتي دفتر مشر ايمل فيضي او يو شمېر خبريالان ملګري دي.

له دې مخکې د روان کال د چنګاښ مياشتې په لومړيو کې د ايران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد ترمنځ درې اړخېزه غونډه جوړه شوې وه.

د دې درې اړخېزې غونډې د جوړونې پرېكړه د ايكو يا سيمه ييزې همكارۍ د سازمان په غونډه كې، چې په تهران كې جوړه شوې وه، وشوه.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.