جلال اباد (پژواک ١٦ کب ٩٠): ايساف ځواکونو په لغمان ولايت کې د طالبانو د يوه مهم قوماندان د وژلو خبر ورکړ.
د ننګرهار د جلال اباد په هوايي ډګر کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې هوايي عمليات کړي او د مولوي ظاهر په نوم يې د طالبانو يو مشهور قوماندان وژلى دى.
د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د عملياتو د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې دغه عمليات د الينګار ولسوالۍ د نورلام صاحب درې په غرنيزو سيمو کې ترسره شوي دي.
نوموړى وايي، چې ايساف ځواکونو دمولوي ظاهر ټېلېفون کشف کړى او د ټېلېفوني معلومات پر اساس يې پرې عمليات ترسره کړي او هغه يې وژلى دى.
خو دالينګار ولسوال سيدشريف پاچا وايي،د سيمې خلکو ورته ويلي، چې په دغو عملياتو کې يوه ښځه وژل شوې ده.
د لغمان امنيه قوماندان د ښځې له وژل کېدو ناخبري وښوده.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP