ژبه

د جوزجان پوهنتون نوې ودانۍ پرانيستل شوې

حامد

۱۶ وری ۱۳۹۱ - ۱۸:۲۶

Views: ۱۴۶

شبرغان (پژواک ١٦ ورى ٩١): د جوزجان ولايت د پوهنتون اړوند درې نوې ودانۍ نن د لوړو زده کړو د وزير له خوا پرانيستل شوې او ګټې اخيستې ته وسپارل شوې.

 د لوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکټر عبيدالله عبيد، چې د ياد پوهنتون د ساختماني انجنيري د پوهنځي، د پوهنتون د ليليې او اداري ودانيو په پرانيستنې کې خبرې کولې، د تحصيلي پروژو پر متوازن پلي کېدو ټينګار وکړ.

 عبيد زياته کړه، چې ډېر ژر به د جوزجان د محصلينو لپاره د اسانتياوو د رامنځ ته کولو په خاطر، د اديتوريم ودانۍ، کفيټريا، ورزشي جمنازيوم او د درسي خونو د ودانۍ کار پيل کړي.

 نوموړي زياته کړه، چې د يادو ودانيو لګښت نږدې ٧٠ ميليونه افغانۍ کېږي، چې د لوړو زده کړو وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ورکړل شوې دي.

 د جوزجان والي محمد عالم ساعي هم د کدرونو په روزنې کې د جوزجان پوهنتون مهم وباله او ويې ويل، چې دغه مرکز په ياد ولايت کې د نويو کدرونو د روزنې په برخه کې خورا مهم رول لوبولى دى.

 نوموړي د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو وغوښتل، ترڅو په ياد ولايت کې بنسټيزو پروژو ته زياته پاملرنه وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان د پوهنتون محصلين اوس په ليليې کې د اوسېدو د ځاى له کموالي څخه شکايت لري.

 د کيمياوي ټکنالوژۍ د پوهنځي د دويم کال محصل رقيب احمد پژواک ته وويل: ((د ليليې کموالى اساسي ستونزه ده، چې ولايت څخه بهر محصلين ورسره مخ دي. ))

 نوموړي زياته کړه، چې يو زيات شمېر محصلين اوس مهال په شخصي ځايونو کې اوسېږي، چې د اقتصادي او نورو اړخونو له امله ستونزمن دي.

 د جوزجان پوهنتون مرستيال انجنير محمد هاشم پژواک ته وويل، چې اوس مهال د جوزجان د پوهنتون په چوکاټ کې د اقتصاد، ساختماني انجنيرۍ، ښوونې او روزنې، ټولنيزو علومو، د کانونو جيولوجي او د کيمياوي تکنالوژۍ پوهنځي فعاليت کوي.

 نوموړي زياته کړه، چې د ياد پوهنتون د محصلينو شمېر ٢٣٦٣ تنه دى، چې د ٩٣ ښوونکو له خوا ورته روزنه ورکول کېږي.