غزني ښار (پژواک ١١ غويى ٩١): ايساف وايي، چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د دوى يوه څارګره بې پېلوټه الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د دوى يوه څارګره بې پېلوټه الوتکه د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې لوېدلې ده.
د سرچينې په وينا، د الوتکې د غورځېدو پر مهال په سيمه کې د وسلوالو طالبانو شتون نه تر سترګو کېده او هغوى په دې پېښه کې لاس نه درلود.
خبرپاڼه کاږي، چې د يادې الوتکې د راغورځېدو له امله په سيمه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
سرچينه وايي، چې د الوتکې ټوټې يې ترلاسه کړې او خپلې نږدې پوځي اډې ته يې وړې دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په ګيلان ولسوالۍ کې د دوى وسله والو د بهرنيو ځواکونو يوه بې پېلوټه څارګره الوتکه راغورځولې ده.
د هغه په وينا، ياده الوتکه اوس هم له دوى سره ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن