ژبه

حقاني: د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د ښه ټینګښت لپاره دې جدي هڅې وشي

احمد صهيب حسرت

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۶:۳۵

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزیر د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت په تامین کې پر جدي هڅو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه باید د رښتیني خدمت له لارې د ولس د باور د پیاوړتیا لپاره خپلې هلې‌ځلې ډېرې کړي.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نن د یاد وزارت په مقام کې د خلیفه سراج‌الدین حقاني په مشرۍ د رهبرۍ غونډه شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې حقاني په خپله وینا کې د اسلامي امارت د مشر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدو او د محرم‌الحرام میاشتې په بهیر کې د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب لپاره د لازمو امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې چې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د لا ټینګښت لپاره باید جدي هڅې وشي او د هېواد په کچه ټول امنیتي ځواکونه باید د ولس د رښتیني چوپړ له لارې د خلکو د باور د لا پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي، څو د ولس او امنیتي ځواکونو په همغږي په خپل وخت ستونزو ته رسېدنه وکړای شي.

سرچینه زیاتوي، په غونډه کې له جرمونو سره د مبارزي ریاست لپاره د تخنیکي و سایلو چمتو کولو او همداراز د یاد ریاست د مسلکي کارکوونکو د ظرفیت پر لوړولو ټینګار وشو.