ژبه

طالبانو د پاکستان له حکومت څخه د استاد ياسر په اړه سپيناوى وغوښت

جاوېد هميم کاکړ

۱۶ غویی ۱۳۹۱ - ۱۲:۵۹

Views: ۹۷

 کابل (پژواک ١٦ غويى ٩١): وسلوالو طالبانو د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې د استاد ياسر د مړينې په اړه ورته سپيناوى وکړي.

استاد ياسر، چې د وسلوالو طالبانو د کولتوري کمېټې مشر و، څو کاله مخکې د پاکستاني ځواکونو له خوا تر نيولو وروسته بندي و، تېره اونۍ ځينو رسنيو د پاکستان په يوه زندان کې د هغه د مړينې خبر ورکړ، خو طالبانو تر اوسه د نوموړي مړينه نه ده تاييد کړې.

د وسلوالو طالبانو د يوه ويندوى ذبيح الله مجاهد له خوا د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى هم د رسنيو له لارې د استاد ياسر د مړينې اوازې اورېدلې دي.

هغه زياته کړې، استاد ياسر چې د دوى د فرهنګي کمېټې پخوانى مشر و، کورنۍ يې هم د مړينې له اوازې خبره شوې او سخت په تشويش کې ده.

سرچينې زياته کړې، چې استاد ياسر په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى او له تېرو څلورو کلونو راهيسې هلته بندي دى.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((دا چې اوس د هغه د مړينې اوازې خپرې شوې، نو طالبان او د هغوى کورنۍ سخت په تشويش کې ده او د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې سپيناوى وکړي، چې ايا هغه رښتيا مړ شوى، که اوس هم د اسارت شپې ورځې تېروي.))

د يادونې ده، چې تېر کال د وسلوالو طالبانو يو بل مهم غړى ملا عبيدالله هم د پاکستان په يوه زندان کې مړ شوى و، چې طالبانو يې په اړه له پاکستاني چارواکو وضاحت غوښتى و، خو هغوى تر اوسه کوم وضاحت نه دى ورکړى.