منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۴ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د امریکا او ایران له هوکړې د جي‌ډي ونس دفاع او اسرائیلي منتقدینو ته یې خبرداری

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۶ کتنې
Allison Robbert for The New York Times
Allison Robbert for The New York Times

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د واشنګټن او تهران ترمنځ له هوکړه‌ليکه دفاع کړې او د دې هوکړې اسرائیلي منتقدینو ته یې خبرداری ورکړی چې خپل تر ټولو مهم متحد دې له ځانه نه لرې کوي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ونس پرون (پنجشنبه) ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «د نړۍ یوازېنی ځواکمن مشر» دی چې په اوسنیو شرایطو کې له اسرائیل څخه ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې، که چېرې د اسرائیلو د حکومت د کابینې غړی وای، نو پر خپل یوازېني پاتې ځواکمن متحد به یې برید نه کاوه.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دغه تفاهم‌لیک په اسرائیلو کې د ځینو قانون جوړوونکو او همدارنګه په امریکا کې د یو شمېر جمهوري‌غوښتونکو له نیوکو سره مخ شوی دی.