ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
13 May 2012 - 13:19
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
13 May 2012 - 13:19

 کابل ښار (پژواک ٢٤ غويى ٩١): د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې د خبرو اترو ځنډېدل، د امنيتي مسووليتونو د لېږد د درېيم پړاو پيل او د پاکستان او امريکا کړکېچ او پر افغانستان يې اغېزې د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غټ سرټکي شمېرل کېږي.

د ويسا ورځپاڼه د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي وروستۍ پرېکړې ته، چې له حکومت سره يې د سولې خبرې اترې ځنډولې دي، ګوته نيسي او په دې اند ده چې پرته له شكه چې له امريكا سره د ستراتيژيك تړون پلويان او مخالفين په خپله په حكومت او نظام كې هم شته، خو د ورځپاڼې په خبره په دې پلمه د حزب اسلامي له خوا د خبرو اترو او تفاهم ځنډول خپل فرصتونه له لاسه وركول دي.

 ويسا ورځپاڼه همدارنګه په دې نظر ده چې افغانان يا د وخت د سياسي لوبو له دركه ناتوانه دي او يا په لا شعوري ډول په كې ښكېل دي او د دې پر ځاى چې دوى په خپلو كې د تفاهم او د سره نږدې كېدو هڅې وكړي، پر يوه دريځ د راټولېدو هڅې وكړي، د ورځپاڼې په خبره په خپله د هغې توطيې ښكار كېږي چې دښمن يې د افغان ولس او يا په ټوله كې د سيمې لپاره پلې كوي.

خو د هشت صبح ورځپاڼه بيا د سولې د خبرو اترو د ځنډولو په اړه د حزب اسلامي دريځ ته په پاملرنې سره په دې اند ده چې، داسې ښکاري چې ښاغلى حکمتيار پوهېدلى دى چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې په شتون او له دغه هېواد سره د امريکا د مرستو په دوام کې نور په افغانستان کې ده ته ځاى نه دى پاتې.

هشت صبح ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په دوام کې له خپل ليد لوري د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د خبرو اترو د پرې کېدو لاملونه څېړي او د دې تر څنګ چې حزب اسلامي او د هغه مشر ګلبدين حکمتيار په سوله ييز ډول د افغان کړکېچ له حل سره د د لچسپۍ په نه درلودو تورنوي، د حزب اسلامي د دې پرېکړې تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارې او په ځانګړې توګه اى اېس اى ونډه هم له پامه نه غورځوي.

 دغه ورځپاڼه په دې اند هم ده، چې ښايي د حامد کرزي د حکومت لنډمهالۍ ته په کتو سره حزب اسلامي او د هغه مشر له راتلونکي حکومت سره د چنې وهلو اراده کړې وي.

د ماندګار ورځپاڼه د امنيتي مسووليتونو د لېږد د درېيم پړاو پيل ته پاملرنه کړې او په دې نظر ده، چې کېداى شي په هغو سيمو کې چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد په درېيم پړاو کې شاملې دي، امنيتي وضعيت نور هم مخ په خرابېدو شي.

 ماندګار په دې نظر هم ده، د دې لپاره چې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتونو تر لېږد وروسته

کومه خلا رامنځ ته نه شي، ضروري ده چې د هېواد داخلي ځواکونو د شمېر او وړتياوو د لوړولو او پوره کولو لپاره نړيواله ټولنه لاس په کار شي.

دغه ورځپاڼه همدارنګه ليکي، هغه پايله چې د دې پروسې له دوو تېرو پړاوونو ترلاسه شوې ښکاروي چې دغه پروسه د پوځي پر ځاى تر ډېره برېده سياسي ده او له همدې امله کېداى شي دغه درېيم پړاو له کړکېچونو ډک وي.

خو دولتي ورځپاڼه هېواد بيا د ماندګار ورځپاڼې د تصور پر خلاف په دې اند ده، چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد د درېيم پړاو پيل د دې ثبوت دى، چې د افغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا مخ په زياتېدو ده.

د هېواد ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال هيله مندي ښکاره کړې چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد درېيم پړاو به هم د دوو تېرو پړاوونو په څېر له برياليتوب سره پاى ته ورسېږي.

 بله دولتي ورځپاڼه انيس هم ورته موضوع څېړي او ليکي چې په دريم پړاو کې به دهېواد د ټولې خاورې د ٧٥ سلنې مسؤوليت ، افغاني ځواکونو ته وسپارل شي.

 انيس هم د هېواد ورځپاڼې په څېر په دې اند ده، چې د امنيتي مسووليتونو له لېږد سره د هېواد د ملي ځواکونو د خپلواکو کړونو په اړه د خلکو باور او اعتماد ورځ په ورځ پياوړى کېږي.

 د محور ورځپاڼه د ملګرو ملتونو سازمان هغه راپور، چې وايي په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه را کمه شوې ده، تر څېړنې لاندې نيولى خو د ملکي تلفاتو پر کمښت د خوشحالى تر څنګ په دې نظر هم ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان دغه راپور د څلورو مياشتو په مودې پورې اړه لري، نو هغه وخت د هوا د سړوالي له امله جګړه په افغانستان کې ډېره ګرمه نه وه او کېداى شي دا هم د ورځپاڼې په خبره د ملکي تلفاتو د کمښت لامل وي.

محور ورځپاڼه په دې اند هم ده، چې که څه هم وسلوال طالبان تر ډېره برېده د ملکي مرګ ژوبلې په اړه ملامتېږي، خو د ورځپاڼې په خبره د ناټو ځواکونو هوايي بمبارۍ هم په دې اړه له پامه نه شي غورځول کېداى.

د خدمتګار ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغان جګړې د لاملونو څېړلو ته ځانګړې کړې او په دې اند ده، چې دا جګړه تر ډېره بهرني لاملونه لري.

خدمتګار ورځپاڼه په دې اند ده، چې ځيني واكمن كسان داسې فكر كوي، چې د بهرينو ځواكونو په وتو او يا له پوځي عملياتو د دوى په شاته كېدو سره به د طالبانو لپاره د جګړې كورني عوامل له منځه ولاړ شي او دوى به جګړه ودروي خو د ورځپاڼې په خبره دا هغه تېروتنه ده چې مخكې ډاكتر نجيب الله وكړه او له ګټې څخه يې هېواد ته تاوان زيات و.

د سرنوشت ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ سرمقاله کې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د ګټو پر سر بحث کړى دى او ليکي چې د ستراتيژيک هوکړه ليک له لاسليک وروسته په لومړۍ اونۍ کې بهرنيو ځواکونو په هلمند، بادغيس، کونړ، لوګر او کاپيسا کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ٣٠ ملکي وګړي ووژل او ګڼ نور يې ټپيان کړل. امريکا په دې ډول د افغانستان د خلکو په هغې هيلې خاورې واړولې چې د ستراتيژيک هوکړه ليک لاسليک به د بهرنيو ځواکونو له اړخه د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې اغېزناک پرېوځي.

د سرنوشت ورځپاڼه د ستراتيژيک تړون تر لاسليک وروسته د ايران او پاکستان څرګندو لاسوهنو ته هم پاملرنه کوي او په دې اند ده چې افغان دولت بايد د ستراتيژيکې هوکړې د پړاوونو له وروستي کېدو وروسته له امريکايي چارواکو څخه د هغوى د کړو ژمنو د عملي کېدو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.