ترينکوټ (پژواک ۲۵ غويى ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د ناپېژانده وسلوالو له خوا د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ يو قومي مشر ووژل شو، خو بلخوا يې وسلوالو طالبانو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان عمرخان د غويي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جيلاني په نوم يو قومي مشر له خپل کلي د ولسوالۍ بازار ته پر لاره وو، چې پټ مخو وسلوالو وواژه.
د هغه په وينا، د قومي مشر زوى په دې پېښه کې ټپي شوى او دغه مهال د اروزګان په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
نوموړي زياته کړه، چې تر اوسه د دغې وژنې عاملين نه دي نيول شوي، خو وژل شوي قومي مشر کومه رسمي يا دولتي دنده نه درلوده، يوازې د سيمې قومي مشر و.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د قومي مشر جيلاني د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى او زياتوي، چې ياد کس يې له دولت سره د همکارۍ په تور وژلى دى.
Views: 3
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP