ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دستندرد ملي ادارې د لومړي ځل لپاره د ودانيزو چارو کوډونه جوړ کړل

دستندرد ملي ادارې د لومړي ځل لپاره د ودانيزو چارو کوډونه جوړ کړل

author avatar
1 Jul 2012 - 14:15
دستندرد ملي ادارې د لومړي ځل لپاره د ودانيزو چارو کوډونه جوړ کړل
author avatar
1 Jul 2012 - 14:15

کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩١): په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د ستندرد ملي ادارې د ودانيزو چارو درې کوډونه جوړ کړل او وروسته له دې به ټولې ودانيزې چارې د همدغو کوډونو له مخې ترسره کېږي.

دغه څرګندونې د افغانستان د ستندرد ملي ادارې (انسا) مشر پوپلزي پوپل د چنګاښ په ١١مه په کابل کې د يادو کوډونو د اعلان په موخه  په جوړې شوې خبري ناسته کې وکړې.

هغه وويل، چې دغه کوډونه د ساختماني، مهندسي او ښاري پراختيا په برخه کې دي ، چې د بهرنيو هېوادونو تجربو ته په کتو سره په تېرو دوو کلونو کې د حرکت موسسې په مالي او تخنيکي مرسته او له پراخې څېړنې وروسته جوړ شوي دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دغو کوډونو کې د افغانستان اقتصادي، اقليمي او د جيو تخنيکي (د خاورې څرنګوالى، زلزله، اوبه او هوا …) د شرايطو په پام کې نيولو سره جوړ شوي دي.  

پوپل وايي، چې د ياد کوډونه چې د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوي، د تطبيق لپاره په نږدې ورځو کې د اړوندو حکومتي ادارو په مشورې تخنيکي مقررې جوړې شي .

د هغه په وينا، د دغو کوډونو د بشپړ تطبيق لپاره به ټولو شرکتونو او اړوند ادارو ته، چې ودانيزې چارې پر مخ بيايي يو کال وخت ورکړي، ترڅو دغه کوډونه په اختياري ډول پلي کړي، خو وروسته له يو کال څخه به د دغو کوډونو تطبيق اجباري بڼه ځان ته غوره کړي.

د افغانستان د ستندرد د ملي ادارې (انسا) مشر وويل: ((تراوسه پورې په هېواد کې ټولې ودانيزې چارې د بهرنيو هېوادونو د کوډونو پر بنسټ پر مخ ځي ،چې د افغانستان اقتصادي، اقليمي او جيو تخنيکي حالت ته په کې ډېره پاملرنه، نه کېږي.))

پوپل زياته کړه، چې د لويو لارو او پلونو ملي کوډ هم جوړ شوى ،چې په نږدې ورځو کې به د وزيرانو شورا له خوا تصويب شي.

د انسا ادارې تخنيکي مرستيال مجيب الرحمن خطير په هېواد کې د ودانيزو چارو د ملي کوډونو شتون يوه ستره اړتيا وبلله او په وينا يې د اوبو او برېښنا او په تخنيکې برخه کې د ستندردونو جوړول يې د راتلونکو کلونو له کاري لومړيتوبونو څخه دي.

هغه د ودانيزو چارو د کوډونو په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه ،چې په ودانيزو چارو کې د بهرنيو هېوادونو له بېلابېلو کوډونو څخه کار اخيستل په ودانيزو چارو کې د ټيټ کيفيت لامل کېږي.

د خطير په وينا، د بهرنيو هېوادونو ټول ودانيز کوډونه د افغانستان له اقتصادي، اقليمي او له جيو تخنيکي حالت سره برابر نه دي.

دغه راز سرچينې وويل، چې حکومت به د ودانيزو چارو ملي کوډونو له تطبيق وروسته په هېواد کې د ټولو شويو ودانيزو چارو ستندرد وڅېړي او په اړه به يې د ولسمشر له پرېکړې وروسته عمل وشي.

د حرکت موسسې مشر محمدنسيم اکبر په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د ودانيزو چارو د کوډونو په رامنځته کېدو خوښي وښوده او هغه يې يوه ستره اړتيا وبلله.

هغه وويل، چې دوى د يادو کوډونو په رامنځته کولو کې د تخنيکي مرستو ترڅنګ ٢،٣ ميليونه امريکايي ډالره مالي مرسته کړې ده.

د افغانستان د ستندرد ملي ادارې د دې ادارې له جوړېدو راهيسې په بېلابېلو برخو کې ١٢٥ ستندردونه جوړ کړي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.