کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ټوليز ډول د ١،٧ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د روان کال تر پايه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې يو، يو جومات جوړوي.
له يادو جوماتونو څخه نن د کابل د خاکجبار ولسوالۍ په خوردکابل سيمه کې د يو جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کابل ولايت د ارشاد، حج او اوقافو مشر قاضي حفيظ الله سلام د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خاکجبار ياد جومات د دغه وزارت له پراختيايي بودجې څخه د پنځوس زره امريکايي ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
ده وويل، چې دغه جومات به په يوه وخت کې د ٦٠٠ لمونځ کوونکو وړتيا ولري او د جوړېدو کار به يې په څلورو مياشتو کې بشپړ شي.
سرچينې زياته کړه، چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت د يو پروګرام له مخې، د روان کال تر پايه د هېواد په هر ولايت کې د پنځوس زره امريکايي ډالرو په لګښت يو جومات جوړوي.
د سلام په وينا، تر اوسه په ميدان وردګو، کاپيسا، کندوز، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، بدخشان، غور، زابل او اروزګان ولايتونو کې د يادو جوماتونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.
دغه راز هغه وويل، په پام کې ده چې په پاتې نورو ولايتونو کې هم د دغو جوماتونو د جوړولو چارې پيل او د روان کال تر پايه يې کار بشپړ شي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د دغو جوماتونو د جوړولو لپاره ځاى د اړوندو ولايتونو د ولايتي شورا او قومي مشرانو په مشوره ټاکل کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن