کابل ( پژواک ١٦چنګاښ ٩١ ) : چارواکي وايي، د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې شپږو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په چک ولسوالۍ کې درې طالبان ژوندي نيول شوي دي .
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله نن ( د چنګاښ په ١٦مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د سيداباد په سالارو سيمه کې پر هغو شپږو وسلوالو طالبانو هوايي بريد وکړ ، چې غوښتل يې امنيتي ځواکونو ته ماينونه او نور چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى کړي .
ده وويل ،چې په دغه بريد کې درې وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي
د هغه د څرګندونو له مخې ، د يادو کسانو مړي تر نن سهار ه د پېښې په ځاى کې پراته و او ټپيان نورو وسلوالو مخالفينو د شپې په تياره کې له ځان سره نامعلوم ځاى ته لېږدولي دي .
د هغه په خبره ، له يادو وسلوالو څخه ، چې په سيد اباد کې د طالبانو د قوماندان ضياالدين کسان دي ، ٥٠کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ، يوه پيکا ، ريموټ کنټرول ماينونه او يو کلاشينکوف ترې ترلاسه شوي دي .
د عبدالرحمن سالاري په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خپري اژانس ته وويل ، چې ټوله شپه کشفي الوتکې پر سيمه ګرځېدې .
ده وايي، سهار مهال خبر شو ، چې بهرنيو ځواکونو پر وسلوالو طالبانو بريد کړى دى .
د هغه په وينا، له ټپي طالبانو څخه نه دى خبر ، خو درې تنه وژل شوي طالبان تر اوسه ( له غرمې مخکې ٩ بجې ) د پېښې په ځاى کې پراته دي او د پېژندلو وړ نه دي .
دغه راز د والي وياند شاهد وويل ، چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د چک ولسوالۍ د اله خېلو په سيمه کې درې وسلوال طالبان ژوندي نيولي دي .
ده وويل ، چې له دغو کسانو څخه درې ميله کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي او بهرنيو ځواکونو ياد کسان افغان امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي .
وسلوالو طالبانو تر دې مهال د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
د خپرو شويو راپورونو له مخې ، دوه ورځې مخکې هم د چک په بابا کلا او هاشم خېلو سيمو کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسلوال طالبان وژل شوي وو او دوه نور تېره ورڅ ژوندي نيول شوي دي .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن