کابل(پژواک ٢٠چنګاښ ٩١) : د هیواد د پنځو زونونو کرکټ لوبډلو ترمنخ د پیل شویو اتصالاتو چیلنج کپ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن د مس عینک زون لوبډلې د بند امیر زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوى خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پنځو زونونو ترمنځ دا سیالۍ د چنګاښ په ۱۵مه، د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې پيل شوې چې ۱۳ ورځې به دوام کوي.
خبرپاڼه زياته وي ، چې نن ددې سیالیو په لړ کې د مس عینک او بندامیر زونونو ترمنځ لوبه ترسره شوه، ددې لوبې پچه د مس عینک زون لوبډلې وګټله او لومړی یې پخپله د لوبې کولو پریکړه وکړه.
سرچينه کاږي ، د مس عینک زون لوبډلې په ۴۷ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۹ منډې جوړې کړې او بندامیر ته یې د ۲۶۰ منډو هدف کیښود.
دغه راز، د مس عینک له لوري رید ځدران ۷۸ او غمي ځدران ۴۷ منډې جوړې کړې او د بندامیر له لوري قادر پنځه لوبغاړي وسوځول.
د بند امیر لوبډلې یاد شوی هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۲۹ اورونو کې په ۱۲۷ منډو وسوځیدله.
سرچينه وايې ، چې د مس عینک له لوري رحمت شاه او احسان څلور څلور لوبغاړي وسوځول.
رحمت شاه ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.